په هلمند کې د زابل یو شمېر اوسېدونکي وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63603
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-05

چارواکي وايي، په هلمند ولايت کې د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي چې د نېش وهلو لپاره ورغلي وو، وژل شوي دي. د زابل ولايت د ميزانې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ددې ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي چې هلمند ته د ترياکو د نېش وهلو لپاره ورغلي وو، وژل شوي دي. د دوی په وینا، ياد کسان د هلمند ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د روانو جګړو پر مهال وژل شوي دي. د ميزانې ولسوال ملاظريف هم یاده پېښه تایید کړې ده.