۴۶۵۰ تنو په غیرې قانوني ډول سیاسي پاسپورټونه اخیستي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63613
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-06

د بهرنیو چارو وزارت وايي ۴۶۵۰ تنو ته په غیرې قانوني ډول سیاسي پاسپورټونه ورکړل شوي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته ویلي دغه پاسپورټونه داسې کسانو ته ورکړل شوي چې مستحق یې نه وو. د پارلماني چارو وزیر هم ویلي چې یو شمېر کسانو له سیاسي پاسپورټونو څخه سو استفاده کړې ده.