ولسمشر غني د اروزګان له قومي مشرانو سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63619
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-08

ولسمشر اشرف غني وايي حکومت د اروزګان د وژل شوي امنیه قوماندان مطیع الله خان د قاتلینو د پېژندلو او هغوی ته د جزا ورکولو لپاره په کلکه ژمن دی. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي نوموړي د اروزګان له قومي مشرانو سره په کتنه کې دغه راز ویلي چې له قومي مشرانو سره په مشوره به د اروزګان لپاره یو مجرب کس د امنیه قوماندان په توګه وګوماري. د اورزګان پخوانۍ امنیه قوماندان جنرال مطیع الله خان څه موده وړاندې په کابل کې ووژل شو چې وروسته د دغه ولایت اوسېدونکو دولتي کړۍ د هغه په وژنه کې پر لاس لرلو تورنې کړې.