هوتكي پاڅون او د افغاني ملت پالني څركونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6362
عبدالغفور لېوال/كابل
دخبریدو نیټه : 2006-03-29

عبدالغفور لېوال/كابل

 يادونه : دا ليكنه د افغان هوتكي پاڅون د درې سومي كليزي په وياړ سېمنار كي ويل سوې وه

 

څه باندي دوه زريزي پخوا كله چي د نامتو لسو آريايي توكمونو يوه لويه ډله د ننني افغانستان ختيځ او سهېل ته خوره شوه او له پكتاني دوديز كوچاني ژوند څخه څه نا څه په دمه كي شول نو د حكومتونو سيمه ييز بنسټونه يې دلته او هلته راښكاره شول، كله_كله يې تر ډيلي او ټول هندوستان پوري د شاهنشاهيو او سلطنتونو ځواكونه پراخ شول او كله يې خپل هيواد هم د ګاونډيو ځواكونو ترمنځ ووېشل شو. خو په دې ټول مهال كي د ملت پالني يا منظم Nationalism شعور ځكه د تاريخ تر خاورو لاندي پټ دى، چي نه خو پر فرهنګي بنسټ ولاړ حكومتونه رامنځ ته شوه او نه يې هم په خپله خاوره كي پښه ټينګه شوې ده، پښتنو كورنيو به چي واك او ځواك و موند، نو د ډيلي د سرو زرو مرغۍ به څه كوډي پرې وكړې، چي وره به غلل نو د هند د بې پايه سمندر په تودو اوبو كي به ډوب شول او خپل كلي كورونه به يې همداسي كنډر پاتي وو.

د پرمختللي ټولنپوهني په بحثونو كي ملت پالنه په څلورو پښو ولاړ ټولنيز اصول دي، چي په لاندي توګه يې نومولى شو:

۱. كلتوري بنسټ:

هغه مهال چي يوه ټولنه په شريك كلتور (په تېره بيا په ژبه) تكيه وكړي د ملت پالني مټ ځواكمنتيا مومي.

۲. ګډ اقتصاد:

هركله چي دا ټولنه ګډي اقتصادي زېرمي او مادي اړيكي ټينګي كړي د ملت پالني بل اړخ بشپړېږي.

۳. ګډ هيواد:

د ملت پالني لپاره بل اصل په يوه شريك جغرافيايي چاپېريال كي اوسېدل او ژوند كول ګڼل كېږي.

۴. سياسي مشاركت:

هغه مهال چي د ملت ټول غړي احساس كړي چي په واك كي شريكان دي او ښايي خپل سياسي يون پياوړى كړي ځكه دا يون د ده او دى د هغه دى.

د پښتنو تاريخ كه په ژوره توګه ولوستل شي، تر هوتكي پاڅون پوري، داسي بخت لږ په ګوتو ورغلى چي دا څلور فكتورونه سره لاس په لاس شي او د ريښتوني پښتني سياست پر بنسټ دي كوم حاكميت جوړ شي. د مدني مركزونو نشتوالى، نا متمركز اقتصاد، قبيلوي تيت پركوالى، نا صنعتي والى او يوازي پر كرنيز اقتصاد تكيه، د ځواك له مركز څخه د ژبي لري ساتل او داسي نورو لاملونو تل د ملت پالني نيالګى په ملا كي مات كړى دى.

په ۱۷۰۹ زېږديز كال كي چي هوتكي ملي حكومت جوړ شو، لوى كندهار د پښتنو تر ټولو ستر اقتصادي كلتوري او تجارتي منځى و، آن تر دې چي په خپله حاجي ميرويس خان هوتك هم په سوداګرۍ بوخت و او له ښاري ژوند سره يې آشنايي درلوده. د هغه مهال كندهار له اقتصادي او كلتوري اړخه د ملت پالني د شعور د راټوكېدو لپاره چمتو و، د پښتنو دوو لويو ټبرونو يعني غلجيو او بداليو هم د سياسي مشاركت (گډون) له لاري د يو ملي حكومت جوړول ځكه غوره ګڼل چي نور نو ژوند د پردې يرغلګر واكمن (ګرګين خان) تر خونخوارو منګولو لاندي ناشونى و.

كلتوري فكتور هم مرسته كوله، چي پښتانه د لومړي ځل لپاره د ملت كېدو تجربه و آزمايي، دوى ليدل چي ټول په يوه ژبه ګړېږي، تقريباً يو ډول جامې اغوندي، مذهب او دين يې سره شريك دى، يو د بل په لنډيو، غاړو او سروكو پوهېږي له هراته تر غزني او له غوره تر ملتانه د يوه كاله خلك دي، خو عجيبه ده چي په خپل كور كي د بل واكمنۍ ته ناست دي، همدا پوښتني، همدا حيرانتياوي او همدا دردونه د ملت پالني لومړني زړي و، چي راوټوكېدل او د هوتكي پاڅون خوځښت يې د افغاني حكومت او پياوړي افغانستان د رامنځ ته كېدو په زېري بدل كړ.

غواړم دلته څو هغه توپيرونه وشمارم چي د هغو پر بنسټ هوتكي پاڅون د پښتنو له تېرو ملي او سياسي مبارزو څخه بېلوي او د ملت پالني روحيه يې ځلوي:

۱. هوتكي پاڅون يوازي مذهبي نه و، لكه د پير روښان پاڅون چي د سياسي او ملي اړخ ترڅنګ يې مذهبي ځانګړتيا ډېره ځواكمنه او د پام وړ وه، د پير روښان يوازينۍ لاره چي د هغه مهال پښتانه يې پرې راويښولاى شول، د پير مريدي او ديني ارشاد ګاڼه، خو ميرويس نيكه ابداليان او خلجي سره يو ځاى كړل او له مكې او مدينې څخه راوړې فتوا يې يوازي د ديني علماوو د باوري كولو لپاره هغو ته ور وښوده، ځكه هغه مهال حاكم اېرانيان د مسلمانانو په حيث د دې وړ نه ګڼل كېدل چي پر ضد يې بغاوت وشي او دا يوازي ملي احساسات و چي د جهاد امر يې كاوه.

۲. هوتكي پاڅون د غوريانو، لوديانو او سوريانو په شان د شان او شوكت او افسانوي پاچاهۍ د ګټلو لپاره هم نه و چي ملا وتړي او د هندوستان په سرو او سپينو پسي د هند پر سمندر ور ګډ شي، بلكي له ميرويس نيكه سره د خپلي خاوري غم و چي له پرديو يې پاكه كړي او د خپلو پښتنو حاكميت پرې واكمن كړي.

۳. هوتكي پاڅون د تېرو يو شمېر پښتني پاڅونونو پر خلاف د يوه لنډ اعتراض او كمزوري حركت په توګه نه بلكي پر يو بشپړ سياسي تدبير ولاړ او هدفمند ملي فكر استوار خوځښت و، ځكه ميرويس نيكه يوازي د ګرګين له ظلم څه د خلاصون په فكر كي نه و، له هغه سره اصلي موخه دا وه چي څنګه د يو ټينګ افغاني ملي حاكميت بنسټ كېږدي چي د هغه پر اساس د ځمكي پر سر دغه مېړنى قوم هم په خپل وطن كي حكومت او واكمني ولري.

۴. هوتكي پاڅون د يوې ځانځاني غوښتونكي ديكتاتورۍ د رامنځ ته كېدو لپاره نه و پيل شوى، بلكي د سياسي مشاركت د تمثيل لپاره د خلجيو، ابداليو او حتى تركو او تاجكو يووالي ته په كي پام ساتل شوى وى، د دې لپاره چي نور قومونه او قومي مشران د كمترۍ احساس و نه كړي ستر ميرويس نيكه د پاچاهۍ لقب و نه مانه ځان يې قومي مشر اعلان كړ او په دې توګه يې د نورو سيالو خانانو ملاتړ له ځانه سره وساته.

له پورته شمارل شويو فكتورونو څخه دا زباتېږي چي د هوتكي پاڅون زړى او مانيزه هسته د ملي حكومت رامنځ ته كول او د يوه خپلواك كلتوري ملت په توګه د افغانانو د ملي حيثيت اعاده وه.

زما لپاره، تاريخ تل د يوې داسي بشري تجربې په توګه اهميت لري، چي له هغې څخه په زدكړه، خپله راتلونكې سمه كړاى شو. د افغانانو په تاريخ كي همدا هوتكي پاڅون د راتلونكي ويښتيا او سمووني لپاره يوه ځلنده بېلګه ده.

دې اصل ته په پام راځئ وګورو چي ملت پالني او د ملي حكومت په رامنځ ته كولو كي د هوتكي پاڅون او حكومت د برياليتوبونو راز په څه كي و؟

بيا هم مخكي يادو شويو فكتورونو ته په اشارې د هغه وخت امكانات او تجربې او اوسنۍ اړتياوي سره پرتله كوم_البته دا نه هېروم چي اوس د خداى(ج) په فضل موږ د يو ټاكلي خپلواك هيواد او ملي هويت خاوندان يو، خو هغه مهال د ميرويس نيكه هيواد او همزولى نسل په درېيو ټوټو وېشل شوى و_دا په دې مانا چي كار تر اوسه ډېر ستونزمن و:

۱.كلتوري اصل او د ژبي اهميت:

تر هغو چي ملت پر يوه واحد كلتور، واحدي ملي ژبي او ملي مانيزو ارزښتونو را و نه څرخي يون او برياليتوب ناشونى دى. ميرويس نيكه دې ته متوجه و چي اېران مغولي هندوستان او بخارا يې حكومت درې سره مسلمانان دي، خو د ده هيواد او ستر قوم چي دغو درې سره ځواكونو په خپل منځ كي وېشلى، ځكه د هغو له خوا شكنجه كېږي چي د يوه بېل كلتور او ژبي خاوندان دي، پښتون بابا پر همدې اصل تكيه وكړه او هر پښتون بلكي هر افغان يې چي د افغاني كلتور په قلمرو كي شاملېده، سره راټول كړ او د پردي يرغلګر په وړاندي يې پاڅون ته وهڅاوه. د ميرويس نيكه په ګډون د هغه زامنو شاه محمود او شاه حسين او وراره شاه اشرف ټولو د پښتو ژبي او ادب ودي ته د همدې اصل له مخي پام ساته، د زلمي شاه حسين هوتك دربار د پښتو ژبي او ادب د ودي لومړنۍ رسمي زانګو ګڼلى شو، نامتو تذكره نګار او د پټي خزانې مولف محمد هوتك د همدې زريني دورې محصول دى، له بلي خوا د ژبي اهميت ته د هغه مهال د چارواكو پام دومره جدي و چي په خپله واكمنو هم په دې ژبه ليكل او شاعري كوله، نامتو سيدال خان ناصر، بابوجان بابى، ملا زعفران او نور د دې ادعا ثبوت دي. نو كه غواړو ملت له كلتوري پلوه ورغوو ښايي د سياسي_رسمي او علمي ملاتړ له لاري خپله ژبه او كلتور وپالو او د يو ملت پاله قوم په توګه د پرمختګ لاره ونيسو.

۲.ګډ اقتصاد:

نه پوهېږم ولي بهرني ختيځ پوهان او افغانستان پوهان دا ګڼي چي پښتانه د اقتصادي ودي، سوداګرۍ او صنعت مينه وال نه دي، او دا ورته يو ډول عار ښكاري. لويه توره يې همدا وي چي څو جريبه ځمكه نسل په نسل وېشي او په پاى كي د ګندنې پټي ورته پاتي شي. يا خو يو اوښ او څو پسونه همداسي كوچيان ګرځي. ښاري ژوند، ښوونه روزنه، صنعت او مدني ارزښتونه ورته له پښتونولۍ څخه وتل ښكاري. حال دا چي كه غواړو د يوه پرمختللي قوم په توګه د نړۍ په يادو ملتونو كي ودرېږو بايد چي د خپل وياړلي كلتور له ساتلو سره_سره د يوه ګډ اقتصاد او مالي بنسټ په ودانولو كي هوښيار، ويښ او هڅاند قوم شو.

ميرويس نيكه د يوه كامياب اوښتون او باورمن حكومتي سيستم لپاره دې اصل ته متوجه و، ځان يې له اقتصادي پلوه پياوړى كړ، د كندهار ښار د كلانترۍ له لاري د ښاري ژوند له رموزو سره آشنا شو، په اصفهان كي د صفوي دربار له ځانګړتياوو سره آشنا شو، د حج په سفر كي يې د هغه مهال له سياسي مشرانو او پوهانو سره مشورې وكړې، له بېرته راستنېدو سره سم يې له هغو قومي مشرانو سره مشورې وكړې چي د اقتصادي ځواك خاوندان و. هغه مهال چي واك ته ورسېده د كندهار ښار اقتصادي بنسټونو پياوړي كېدو ته يې پام واړاوه.

افغانان كه د كرني تر څنګ نورو اقتصادي لارو چارو ته پام وكړي د ملت پالني سپېڅلې داعيه به يې بې بنسټه نه وي.

۳.ګډ هيواد:

موږ افغانان يو او هيواد مو افغانستان دي. همدا زموږ د ملت لپاره د قوم پالني د مفكورې د ملا تير جوړوي. مانا دا چي كه افغانستان نه وي موږ نه يو او كه افغانستان پياوړى وي موږ به هم ځواكمن خلك يو. راځئ له ميرويس نيكه يې زده كړو چي خپلواك اوسو، خپل هيواد او خپل حاكميت ولرو، په دې هيواد كي كه خلجي يو كه ابدالي، كه شينواري كه احمدزي، كه تركمن يا ازبك و هزاره و بلوڅ، ښايي د ودان افغانستان په مټ خپل شتون زبات كړو.

۴.سياسي مشاركت:

دا يو مهم اصل دى، خو كه يې وپېژنو له پاسه نه بلكي بايد له لاندي يې ورغوو، سياسي مشاركت دې ته نه وايي، چي د حكومت له خوا په سمبوليكه توګه هر قوم ته يوه څوكۍ وركړل شي، بلكي دې ته وايي چي د افغانستان او افغان د عامه ګټو لپاره يو موټى شو او د قبيلويت پرځاى قوميت جوړ كړو. له ميرويس نيكه سره هر هغه څوك ملګرى و چي د هيواد خپلواكي او د افغان حاكميت يې غوښته، موږ وينو چي څنګه هغه مهال حاجي محمدخان انكو، يونس خان كاكړ، نورخان بړېڅ، ګلخان بابړ، پيرمحمد خان (مياجي)، عزيز خان نورزي، سيدال خان ناصر، بابوجان بابي، بهادر خان او نورو ټولو پرته له دې چي قبيلوي ملحوظات په پام كي ولري د يوه ملي حاكميت د رامنځ ته كولو لپاره ميرويس نيكه ته لاسونه وركړل او تر آخره خپل قول ته وفادار پاتي شول، وايي د مانجې د جرګې غړيو ملي هدف ته د رسېدو لپاره دومره ژمن و چي د عملي پاڅون شېبې پوري د ګرګين او ګرګينيانو اروا هم نه وه خبره. د ملت پالني په احساس سمبال سياسي مشاركت يوه غوره بېلګه همدا ده.

پايله:

غواړم د مقالې هدف ته راشم او هغه دا چي هوتكي پاڅون په حقيقت كي د افغاني ملت پالني د مفكورې لپاره هغه وينه وركړه، چي له نېكه مرغه ترننه ژوندۍ ده كه د تاريخ په اوږدو كي كله تته شوې او كله ځلېدلې وي، دا به د زمان د لوړو ژورو كار وې، خو مهمه دا وه چي وكرل شوه او را شنه شوه.

د هوتكي پاڅون ټولو مشرانو او په سر كي ستر ملي اتل ميرويس نيكه د ملي روح د را ژوندي كېدو او افغانانو ته د ابدي ځواك بښلو لپاره ټول هغه سياسي عناصر له خاورو لاندي را و ايستل چي د هغو له بركته نن زه په پښتو مقاله ليكم او تاسي يې اورئ، او ښايي يو څوك له همدې تالار څخه بهر په دې وياړي چي افغاني هويت لري.

او وروستۍ دا چي د هوتكيانو دوره دا ځل داسي لوستلو ته اړتيا لري چي د هغو پر بنسټ ځوان افغان كول وكولاى شي مخ پر وړاندي ګام واخلي، پر خپل افغان والي و وياړي، يو بل او يو بل ميرويس شي. د تاريخ د دغي بريالۍ تجربې رڼا ته خپله راتلونكې جوړه كړي او همدا سبا د يوه ويښ ملت، ودان افغانستان او ملت پال قوم لرونكي شو.