ولسمشر اشرف غني په خوست کې د وروستي ځانمرګي بريد د پېښې او د اداري فساد د څېړنو لپاره کميسيونونه ګومارلي دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست له هغو مشرانو او مخورو سره وکتل، چې په دغه ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد د پېښې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو، د بيړنۍ مرستې د ترسره کولو او د شته ستونزو د سملاسي حل لپاره، د ده له خوا دغه ولايت ته استول شوى و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولايت د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سره په دغه ولايت کې د موجودو ستونزو د بنسټيز هواري لپاره د خوست د مشرانو او مخور په ګډون دوه جلا جلا کميسيونونه وګمارل. سرچينه وايي، له دغو کميسيونونو څخه یو به يې په دغه ولايت کې وروستۍ رامنځته شوې د ځانمرګي بريد پېښه او بل يې د اداري فساد عوامل وڅېړي او د خپلو موندنو په اړه به جمهوري رياست ته راپور وړاندې کړي.