پر دوو ایراني هلکانو دسعودي عربستان د پولیسو له لوري،له جنسي تیري وروسته ایراني چارواکو سخت غبرګون ښوولی.د ایران د ولسي جرګې غړو وروسته له دې عمرې ته د تلونکو کسانو پر سفرد بندیزغوښتنه وکړه،چې د سعودي عربستان د امنیتي ځواکونو له خوا د دې هیواد په جده هوايي ډګر کې پر ایراني هلکانو جنسي تیری وشو. ایرنا خبري اژانس وايي،د ولسي جرګې څلورو غړو دایران له ولسمشرحسن روحاني، د بهرنیوچارو له وزیر محمد جواد ظریف او د کلتورا او اسلامي ارشاداتو له وزیر علي جنتي نه په جلاجلا ډول غوښتي ،چې د سعودي دپولیسو د دغه عمل پر وړاندي جدي اقدام وکړي اود عمرې کولو لړۍ دي ودروي .په ورته غبرګون کې شیعه مشر ایت الله ناصر مکارم شیرازي ویلي،چې عمره مستحب ده،خو ایا په هر قیمت باید تر سره شي؟ موږ عمرې ته له تللو سره مخالف نه یو،خو پوښتنه داده ،چې عمره باید له هر ډول ذلت منلو سره وشي؟ د ایران دبهرنیو چارو وزارت ویلي، سعودي چارکواکو ته یې سخت اعتراض وړاندي کړی او ددغه عمل د ترسره کوونکو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کړې ده .