وسله والو د میدان وردګو ولایت مالي او اداري رييس وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63625
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-11

د میدان وردګو ولايت مالي او اداري رييس د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى. د وردګو د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړې چې پيرمحمد کوچى نن سهار په ميدانښار کې له کوره د دندې پر لور روان و چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې او ويې واژه. خوږياڼى وايي چې وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي. د نوموړي په وينا، پيرمحمد کوچي له تېرو ٣٤ کلونو راهيسې په دغه ولايت کې دنده ترسره کوله.