کندهار پوهنتون د ټول هيواد په کچه د کيفيت د تضمين په برخه کې لمړی مقام خپل کړی دی او نن يې په کندهار کې په وياړ ستره غونډه جوړه سوي وه .
د دې پوهنتون چارواکي وايې ، هڅه کوې چې د کيفيت د لوړولو په برخه کې د سيمي په کچه ښه مقامونه خپل کړي.
په غونډه کې د ولايتي چارواکو تر څنګ د کندهار پوهنتون سلګونو محصلينو او استادانو ګډون کړی وو .
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجينر عبدالتواب بالاکرزي د خپلي وينا پر مهال زياته کړه ، چې پوهنتون يې د ټول هيواد په کچه د کيفيت په برخه کې لمړی مقام خپل کړی دی او هڅه کوي ، چې دا ډول بل وياړ د سيمي په کچه خپل کړي .
نوموړي زياته کړل ، ددې وياړ نتيجه دا ده ، چې د تير يوه کال پر مهال پوهنتون ته ورکړل سوي معيار پوره سوی دی او د پوهنتون د ادارې په ګډون د پوهنتون استادانو هڅه کړې ده چې خپل تدريسي پلانونه ښه جوړ او بيا يې په عملي ډول تطبيق کړي .
د نوموړي په وينا يې له دې ډول کارونو څخه يې هدف دا دی ، څو په ځوانانو کې د لوړو زده کړو احساس نور هم غښتلی سي ، په چاپيريال کې اکاډميک فرهنګ قوي کړي او د نوښتونو او ابتکاراتو له لاري اصلاحات رامنځ ته سي څو له لاري يې د محصلينو سويه نوره هم لوړه سي .
علمي مرستيال وړانديز وکړ ، چې د بوديجي په برخه کې کندهار پوهنتون ته جدي توجه په کار ده او د سيمي د هيوادونو د پوهنتونو د تجربو له مخي دي داسي يوه طرحه جوړه سي ، چې له لاري يې اقتصادي او پايداره پلان جوړ او تطبيق سي .
ښاغلي بالاکرزي د هغو استادانو هڅي هم وستايلي ، چې دا مهال په کندهار پوهنتون کې په افتخاري ډول خدمت تر سره کوي .
د کندهار سرپرست والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خپلي وينا پر مهال په اکاډميکه ساحه کې همږغي زياته مهمه وبلل او زياته يې کړه چې کندهار د دې لاسته راوړني څخه برخمن دی .
نوموړی د کندهار پوهنتون وروستۍ لاسته راوړني په علمي الفاظو وستايلې او خلک يې و هڅول چې د داسي علمي موسسو د غښتلي کولو دپاره خپل احساس ژوندی کړي .
د مراسمو په پای کې د پوهنتون د اړوندو پوهنځيو هغو ريسانو ، مرستيالانو او استادانو ته ستاين ليکونه هم ورکړل سول چې د کيفيت د تضمين په برخه کې يې خولې توی کړی وي .
تر تحليلي مراسمو وروسته د موسيقۍ او ټڼګ ټکور پروګرام هم تر سره سو او د پوهنتون دپاره دا ستر وياړ په ترنم او سندرو کې ياد سو .
د کيفيت پروګرام يوه نړيواله پروسه ده چې په ۱۳۹۰ کال کي افغانستان هم ترې برخمن سوی دی ، دوه کاله مخکي د کندهار پوهنتون په دې پروسه کې دريم مقام خپل کړی وو او سږ کال يې اول مقام ورکړل سو .