د ننګرهار د ولايتي شورا رييس وايي چې د ګډ پلاوي د نظارت له امله د تورخم تلې عوايد ډېر شوي او په کې د فساد مخه نيول شوې ده.د ولايتي شورا رييس حاجي احمدعلي حضرت د ا څرګندونې د وري په ۲۳مه د ننګرهار د ولايت په مقام کې د هغې غونډې پر مهال وکړې چې د ولايتي شورا يوه غړي په کې د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې له امله وستايل شو.د ولايتي شورا غړی سهراب قادري د ولايت مقام، امنيتي ادارو او ولايتې شورا د هغه ګډ پلاوي مشري کوي چې د تورخم په تله کې د فساد د مخنيوي په موخه ګومارل شوی دی.د ننګرهار د والي مرستيال او ولايتي شورا له لوري قادري ته د هغه د ښه نظارت له امله ستاينليک ورکړ.