د مصر په سينا ټاپو کې په دوو چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي. پولیس وايي لومړۍ چاودنه د ال عريش په سيمه کې د پوليسو ماموريت ته نژدې شوې چې پنځه کسان په کې مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. يو بل بريد د شيخ زويد په سيمه کې د پوځ پر يوه زغره وال موټر شوی چې اووه پوځيان په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د فرانسې خبري اژانس په وينا پر ټولنيزو رسنيو د سينا ولايت وسله والې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.