د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې د پوليسو دوه سرتېري د وسله والو په کمين کې وژل شوي دي. په بادغيس کې د پوليسو د عامه ساتنې لوا د ارکان رييس مل پاسوال اميرشاه نايب زاده وايي، د عامه ساتنې ياد دوه پوليس نن له غرمې مخکې د مقر ولسوالۍ په ذبح علي سيمه کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې وژل شوي دي. دى وايي وسله والو مخالفينو د يادو پوليسو يو ميل کلاشينکوف هم له ځان سره وړى دى. د نايب زاده په وينا، دغه پوليس يادې سيمې ته د ګزمې لپاره تللي وو.