د غزني د ملي امنيت منسوبينو نن سهار درې وسله وال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي. د غزني ولايت سرپرست موسى خان اکبرزاده وايي دغو کسانو غوښتل د نننيو مراسمو پر ګډونوالو بريد وکړي. نن په دغه ښار کې د اسلامي تمدن د مرکز په نوم د غزني د نومول کېدو کليزه نمانځل کېږي. په دغو مراسمو کې د غزني، لوګر او پکتيا ولايتي چارواکي، د ولسي جرګې ځيني غړي او يو شمېر اوسېدونکي برخه لري.