د افغانستان حکومت تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د (اس.او.پي) یا د سټنډرډ عملیاتي کړنلارې تړون لاسلیک شوی دی. دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو د مخنیوي په موخه درې اړخیزه همکاري، امنیتي پوستې او سرحدي نقطې تعریفوي. ویسا ورځپاڼې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا له قوله لیکلي، چې کله دی د بهرنیو چارو وزیر و، (اس.او.پي) سند جدي حقوقي ستونزې درلودې او حکومت د هغه له لاسلیک څخه ډډه وکړه. ویسا د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سټنډرډ عملیاتي کړنلارې سند اوس تصویب کړی دی. خو د ولسمشر اشرف غني ویاند اجمل عابدي وايي چې یاد سند په ۲۰۱۲ کال کې د ایساف او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی دی.