چارواکي: طالبانو په هلمند کې خپل ۴ ملګري اعدام کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63662
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-14

چارواکي او د سيمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو په کجکي او نادعلي ولسواليو کې خپل څلور ملګري په دار ځړولي دي.د کجکې اوسېدونکى محمد الله وايي چې طالبانو تېره ورځ خپل دوه ملګري د دې ولسوالۍ د زمنداور په ګندمرېزه اډه کې اعدام کړل.هغه وويل چې د دغو کسانو جسدونه تر اوسه هم په سيمه کې ځړېږي.نوموړې زياته کړه چې د ځړول شوو طالبانو نومونه الغازي او المحب دي چې يو لومړى يې د زابل د کلات او دويم يې د کجکي ولسوالۍ د زمينداور سيمې د ده بابا اوسېدونکى دى.محمدالله ويل چې په ظاهره طالبانو خپل ملګري د غلا، تښتونې او وژنو په تور اعدام کړي دي.