مخکنی جمهور ريس حامد کرزي وايي چي له تعليم او زده کړي پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دیاو پدې برخه کې ډير حساب پر علمي او تحصيلي مرکزونو باندي کيږي . د کندهار پوهنتون له استادانو او محصلينو سره په ليدنه کې ښاغلي کرزي وويل ، چې د کندهار پوهنتون له تعليمي پرمختګونو او لاس ته راوړنو څخه ډير خوښ دي . په دې اړه نن په کندهار کې پراخه غونډه جوړه سوي وه او پر مهال يې ښاغلي کرزي ته ستاين ليک هم ورکړل سو . د کندهار په يوه خصوصي سالون کې د دغي ليدني په ترځ کې د هيواد مخکني جمهور ريس وويل چي د خپل ماموريت پر مهال ښه ورته تجربه سول چي له علم او زده کړي پرته دفتري وسايل او امکانات هيڅکله هم د افغانانو درد نشي دوا کولای . د کندهار پوهنتون مشرتابه له مخکني جمهور ريس څخه وغوښتل چي له نړيوالي ټولني سره د شناخت او پيژندنې څخه په ګټه اخيستنه دي د دې علمي او تحصيلي مرکز افتخاري ملاتړ وکړي . د پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل او د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکز مشر څيړندوی اينجنر شيرشاه رشاد د کندهار پوهنتون وروستي پرمختګونه يو په بل پسي بيان او مهمي اړتياوي يې هم په ګوته کړې ، خو ډير ټينګار يې د پوهنتون د استادانو د سرپنا دپاره د کورونه ورکول وه . حامد کرزي د کندهار پوهنتون د افغانستان د ټولو برخو څخه د محصلينو په لرلو سره وستايه او چمتوالي يې وښود ، چې د ملي وحدت له حکومت څخه به د هيواد د يوه فرد په توګه وغواړي چي د استادانو د سرپنا او ليليه محصلينو د ځای ستونزه ژر حل کړي . نوموړی ځوانان زده کړو ته وهڅول او زياته يې کړل ، چې يوازي امکانات ستونزي نه سي حل کولای او بايد د ځوانانو د زده کړو ساحه پراخه او سويه يې هم لوړه سي . حامد کرزي د کندهار پوهنتون د هغه وياړ له امله ، چې په ۶۱ پوهنتونونو کې يې لمړی مقام تر لاسه کړی دی مبارکي هم وويل او د کندهار پوهنتون د مسوولينو څخه يې هم مننه وکړل . د کندهار پوهنتون محصلينو بيا د دې ولايت له مسئولينو څخه وغوښتل چي د ياد علمي مرکز امنيت ته خپله پاملرنه زياته کړي او د تيرو ستونزو د تکرار مخ نيوي ته بشپړه پاملرنه ولري . د مراسمو په وروستيو کې د کندهار پوهنتون ادارې حامد کرزي ته ستاين ليک هم ورکړ او مننه يې ترې وکړه چې د هيواد د علمي پياوړتياه دپاره يې ستر مسووليتونه تر سره کړي دي . د هيواد مخکنی جمهور ريس حامد کرزی تيره ورځ کندهار ته راغلي او د سفرموخه يې هم د خپلي کورنۍ ليدنه بلل سوې خو له ولسي مشرانو ، مدني ټولنو او د پوهنتون له استادانو او محصلينو سره يې ليدني هم تر سره کړې .