د ملي امنيت شورا د هېواد د امنيتي وضعيت د څېړلو سربېره ويلي، دولت د ٣١ برمته شوو مسافرو ازادولو ته لومړيتوب ورکړى او په دې اړه جدي هلې ځلې روانې دي.د ولسمشرۍ رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،د دغې موضوع په اړه پرون په هغه ناسته کې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه، خبرې اترې وشوې.د کب مياشتې په ٤ مه، ٣١ مسافر چې له بېلابېلو سيمو څخه کابل ته پر لارې وو، د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري برمته شول.