عبدالموجود
دهغه شهید دی چی په دوهم دمارچ ۲۰۱۵ کال اروزګان ولایت له مرکز څخه سره څلورنورو ملګر دتش په نامه طالب او په ریښتینی ددجال بچو په لاس برمته شول او دتیری جمعی مبارک شپی باندی یی ټول شهیدان کړل ددوی دی شهادت مبارک شی او الله تعالی دی دغه دجالونه خپل سزاورکړی . زما هیله دبینو پښتو بریښنایی پاڼی کارکوونکو څخه داد که چیری املائی غلطی لری اصلاح دی کړی او نور دی کټ مټ خپور کړی . په ډیر درناوی
ستاسو ورور له سویډن څخه
شهید منصور جانه ځویه !
د ځیږون کلیزه او شهادت دواړه دی مبارک شه!
سهار وختی ستا زیارت ته، تاته د ځیږون د کلیزی مبارکی ویلو لپاره درغلمه .خو ځما څخه وړاندی ستا د شناختی په سر یوه شنه بلبله ناسته وه هغی هم پخپله ژبه څه ویل خو زه پری نه پوهید مه، ځما په آند حتمآهغه هم د ځیږون د کلیزی او شهادت مبارکی ته راغلی وه، خوکله چه زه د سلام ویلو وروسته ستا کوزی خوا شناختی ته نژدی شومه نو ودریدمه، ما د ډیر شرم څخه سترګی پټی کړی او د سوره البقره تلاوت می پیل کړخو سلګی راغلی، کله می چه سترګی وغړولی ګورم چه هغه بلبله هم الوتی وه .
آه ! ځویه ! زه خو هم د مبارکی لپاره راغلی ومه خو په یو څه توپیر او هغه دا چه داځل خوهم ما د تیرو کلونو په شان تاته څه خوږه تحفه درلوده چه دی مبارکی کی می درته درکړی وای، پخوا خو تا قلم او کتاب غوښتلوکوم چه ستا شعار وه او ستا د ارمانونو( د هیواد د بیاودانول او پرمختګ) یواځنی اسباب وه د کوم ارمان لپاره چه تا خپلی پاکی وینی هم نذرانه کړی. پاک الله (ج) شاهد دی هغه کتاب می هم راوړی وه کوم چه تا څو میاشتی پخوا غوښتی وه او ښکلی قلم هم ورسره وه، خو اوفسوس چه تا لیکل او لوستل بس کړی وه. او بل تر دی کوم خوږ شی ما پیدا نکړ ځکه دا دوه شیان چه ستا شعار وه ما راوړی وه اوتردی نور څه ستا د خوښی ما پیدا نکړل دا ځکه چه پدی مجازی نړی کی نورځما لپاره اصلآ خواږو وجود نه درلوده چه ماتاته نذ رانه کړی وای.
نو ومی غوښتل چه لږ تر لږه یو څوتړمی اوښکی خودرته نذ رانه ستا په قبر تویی کړمه، خو د بده مرغه هغه هم پیدا نه شوی نو د ځان سره می وویل چه یا خو اوښکی نوری نشته او وچی شوی ځکه دا ۴۷ ورځی بهیدلی دی، او یا خو سترګی هم نوره وفا نه کوی ځکه دا دنیا بی وفا ده او هیڅ شی وفا نه کوی، نو دا کاذبی سترګی هم ددی بی وفا او فانی نړی یوه برخه ده.
نو ای ځما شهیده ځویه!
ماته بښنه وکړه چه دا ځل ما تاته د ځیږون د کلیزی په مبارکی کی څه تحغه نه درلوده او تش لاسونه ستا مزار ته راغلی ومه.
دیو څه ځنډ، سلګیو،اوږدواوسیلیو او بی اوښکو ژړا وروسته په کړوپه ملا بیرته راروان شومه ځکه دا ځل تا راته ځما د مبارکی ځواب رانه کړ، زه پوه شوم چه ته ځما ځنی مرور شوی یی. نو ځکه درته وایمه چه ځویه ماته بښنه وکړه، ځما ځنی مه خفه کیږه، زه منم چه زه ګنهګار یمه، ستا داسی پوروړی یمه چه تر مرګه به ستا پور ادا نه شم کړای. همغه وه چه بیا په څخیدو شومه خو په تلو، تلو کی بیا څه سوچ راغی چه نه،نه داسی نه ده،په دی کاذبه دنیا کی زه هم خطا شوی یمه. ځما منصور ځوی خو حتی په کوچنیتوب کی هم ځما څخه کله مرور شوی نه وه، نو اوس به ولی داسی کیږی؟
نو بلاخره دی نتیجی ته ورسید م چه نه، نه، ځما شهید منصور ځما څخه هیڅکله هم نه دی خفه شوی او نه خفه کیږی. اوس نو هغه ددی بی وفا او دروغجنی دنیا خوږو ته هیڅکله هم اړتا نه لری، ځکه هغه ته په جنت کی هر څه ډیر دی، ځما شهید ځما د ستر څښتن تعالی میلمه دی او نور نو هیڅ شی ته اړتیا نلری.
نو په پای کی ډیر په صبر او حوصله راپورته شومه،د ځان سره می وویل چه ځما منصور شهید دی، نو ستا د قبر خاوری می په خپلو سترګو د رنجو په عوض ومښلی او بیرته راروانیدمه.
په تلو، تلو کی می ستا د شناختی تر څنګ درته ناری کړی (ځما شهیده منصور جانه ځویه د ځیږون کلیزه او شهادت دواړه دی مبارک شه).
ته چه پیداشوی تا ژړل ټولو خندا کوله++ دارنګه مړ شوی چه ته خاندی ټول ژړاکوونه