په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړو، چې د میدان وردګو ولایت مالي او اداري رئیس پیرمحمد امرخیل کوچی د نا معلومو وسله والو کسانو لخوا په ډزو سره په شهادت ورسول شو.
انالله و انا الیه راجعون
امرخيل د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د مامورینو ښارګوټې ته څېرمه هغه مهال په شهادت ورسول شو، ،کله چې نوموړی غوښتل د د ندې لپاره ولایت مقام ته ولاړ شي.
نوموړی تر دې وړاندې د کابل په کمپنۍ سیمه کې په یوه کرایه کور کې اوسیدو،چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د میدان ښار د مامورینو په ښارګوټې کې په خپل کور کې میشت وو.
دوه شپیته کلن پیرمحمد امرخیل کوچي شاوخوا ۳۴ کاله په میدان وردګو ولایت کې د سرپرست والي،مرستیال والي،ولسوال او نورو دندو ترڅنګ د تېرو لسو کلونو راپدیخوا د ولایت مقام د رئیس په حیث دنده درلوده .
زه پداسې حال کې چې دغه بشري جنایت غندم، شهيد پیرمحمدامرخیل کوچي ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکی یم
درنښت