په کندهار ښار کې تر اوږده ځنډ وروسته ملي بسونه فعال سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63707
احمد لودين : کندهار
دخبریدو نیټه : 2015-04-19

په کندهار ښار کې د ملي بسونونو فعاليت وروسته له څو کلونو پيل سو، او چارواکي وايې چې د ملي بسونو د حرکت سره به د ښاريانو ډيري ترانسپورټي ستونزي ليري سي. له بلي خوا چارواکي وايې چې د ملي بسونو د فعاليت لړۍ به نژدي ولسواليو ته هم وغځول سي نن يکشنبه د کندهار والي توريالي ويسا د ملي بسونو د فعاليت د پيل پر مهال وويل چې په کندهار کي په ترافيکي برخه کي او هم په کندهار ښار کي د تګ را تګ پر مهال ستونزي وي ځکه خو د ملي بسونو د فعاليت پريکړه وسوه. نوموړي وويل چې د اوس لپاره به ٤٦ عرادې لوى او کوچني بسونه په ښار کې حرکت ولري او بيا به دغه لړۍ د دې ولايت ځينو نژدي ولسواليو ته هم وغځول سي. پر همدي مهال د کندهار د ترانسپورټ ريس نجيب الله احمدي او د ترافيکو عمومي مدير محمد الله خان د رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل،چې د ملي بسونو د فعاليت پيل يوه اړتيا وه. دوى وويل چې په کندهار ښار کې د ملي بسونو فعاليت به نه يوازي په ترافيکي ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښو کي کمښت راولي ، بلکه خلکو ته به ګڼي اسانتياوي رامنځ ته سي، د هغوى د معلوماتو پر اساس چې په ښار کې د ملي بسونو فعاليت د خلکو سره په کار او نورو برخو کې زياته مرسته کولای سي . ددي بسونو ټوله کرايه لس افغانۍ ټاکل سوي ده ، په ښار کې د ملي بسونو د نه فعاليت له امله خلک د زياتو ترانسپورټي ستونزو سره مخ وه او ښاريان له دولته غواړي چې د ملي بسونو روانه لړۍ جاري وساتي .