د هند حکومت وايي په دغه هېواد کې هره ورځ دوه زره نجونې وژل کېږي. د هند د ماشومانو او ښځو چارو وزیرې ویلي دا نجونې یا د میندو په بطن کې او یا هم له زېږون سره سمې وژل کېږي. سره له دې چې په هند کې تر ولادت وړاندې د ماشوم د جنیست پر معلومولو بندیز لګول شوی، خو لا هم د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې نجونې تر زېږون وړاندې سقط کېږي.