افغان فوځ په ټول زابل کې پراخ عمليات پيل کړي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63750
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-04-25

په سويل د ملي فوځ چارواکي خبر ورکوي ، چې د زابل په ټولو ولسواليو کې يې د وسله والو طالبانو په وړاندي فوځي عمليات پيل کړي . په سويل کې د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحيمد حميد وايې ، چې دا عمليات د تيرو دوو ورځو راهيسي د زابل په ټولو ولسواليو کې دوام لري . د نوموړي په وينا ، چې تر دې مهاله د افغان امنتي ځواکونو په دې عملياتو کې ۱۴ د دولت وسله وال مخالفين او دوه امنتي سرتيري وژل سوي او اوولس د دولت وسله وال مخالفين ټپيان دي . نوموړی وايې ، چې په هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو يو شمير وسلې هم له منځه تللې دي . د فوځ دا چارواکی وايې ، عمليات به تر هغه پوري دوام وکړي څو چې سيمي د وسله والو طالبانو له شتونه پاکيږي . د فوځ مسوولين يادي څرګندوني پر داسي مهال کوي چې تيره ورځ وسله والو طالبانو د دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندي د عزم په نوم د نويو عملياتو د پيل خبر ورکړ . له يوه لوري د هوا په ګرميدو سره د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د زپاتيدو په اړه د خلکو انديښي زياتي سوي دي او له بل لوري په جګړه کې د ښکيلو ډلو له لوري يوه او بل ته فوځي ګواښونه د دې لامل سوي دي ، چې د خلکو انديښيني نوري هم پراخي کړي . وسله والو طالبانو د خپلو عملياتو د پيل په لمړۍ ورځ په زياتو سيمو کې ګڼ شمير دولتي سرتيرو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو خبر ورکړ ، په سويلي ولايتونو کې د وسله والو حملو د مخنيوي دپاره کلک امنتي تدابير هم نيول سوي دي .