د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ٣٠٠ کړۍ ماينونه د پوليسو له لوري له منځه يو وړل سول .
د کندهار د ميوند ولسوالۍ چې لا يې هم ګڼ شمېر سيمي نا امنه دي دا مهال د ې ولسوالۍ مسولين وايې چې د تېري يوي نيمي مياشتي پر مهال يې له کليو او بانډو څخه ٣٠٠ کړۍ ماينونه له مځکي ايستلي او لا هم په دي برخه کې د امنيتي ځواکونو هڅي رواني دي.
د ميوند ولسوالۍ ولسوال عبيدالله وايې چې د پوليسو او نورو امنيتي سرتېرو په مټ يې په کليو او بانډو کې د يوي نيمي مياشتي په اوږدو کې ٣٠٠ کړۍ ماينونه کشف کړي دي او لا هم په کليوالي سيمو او لارو کي سلګونه ماينونه تر مځکي لاندي دي.هغه وايې چې نن يکشنبه يې دغه ماينونو ته چاودنه ورکړه او زياتوي چې د دې ماينونو له امله امنيتي سرتېرو او ملکي کسانو ته زياته مرګ ژوبله اوړي.
له بلي خوا عبيدالله وايې چې د ميوند په ولسوالۍ کې د امنيت د ساحي د پراختيا لپاره هلي ځلي رواني دي او دا مهال يو ګڼ شمېر سيمي تر امنيتي پوښښ لاندي راغلي دي ، ځکه خو په زياتو کليو او بانډو کې د بيارغوني کارونه پيل سوي دي.پر همدي مهال د ميوند ولسوالۍ د عامه نظم د پوليسو مشر سيد عبدالوهاب وويل چې په دي ولسوالۍ کې د امنيت په برخه کې ٩٠ سلنه پرمختګ راغلى دى او زياتوي چې امنيتي ځواکونه اوس مهال هم د امنيت د ساحي د پراخه کولو هڅي کوي.
دى وايې چي نني ماينونه يې په هغه سيمو کې له مځکي ايستلي دي چېري چي د امنيتي ځواکونو دوامداره عمليات روان دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې له دې وړاندي هم په ياده ولسوالۍ کې شاوخوا دري نيم سوه ماينونه له منځه وړل سوي وه او چارواکي وايې چې په دي ولسوالۍ کي زرګونه ماينونه تر مځکي لاندي دي خو ګرماوک او د بند تيمور دربار لا هغه سيمي دي چې وسله وال طالبان پکښې حاکميت لري.