بريد نن شاوخوا يوولس بجې د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ پر لاره د ارغستان د پله په سيمه کې وسو .
د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې بريدګر لمړی پوليسو وپيژانده او ورته د دريدو امر يې وکړه ، خو بريدګر موټر ته چاودنه ورکړل چې له امله يې خپله ځانمرګی بريدګر له منځه ولاړ او يو ملي پوليس يې ټپي کړ .
بريدګر په سپين رنګ کرولا موټر کې وو او دا چې هدف به يې څوک وو تر اوسه نه دی څرګند .
امنيه قومانداني وايې ، چې په پيښه کې بل چا ته زيان نه دی رسيدلی .