ښه وینا کول یو هنر دی. موږ هر یو کله کله مجبوریږو چې د نورو په مخکې وینا او خبرې وکړو. لکه د خوښیو په مراسمو (واده، د فراغت جشن، ملي او محلي جشنونه، د نوو ماشومانو د زیږیدو خوشالۍ ...)، غم (جنازه، یادغونډه، فاتحه .....)، عامو غونډو، دفتري میټنګونو، جرګو او نورو وختونو کې.
که مو وینا ښه، منظمه او اغیزناکه وه زموږ له مسلکي ـ کاري پرمختګ، هدف ته د ژر رسیدو، د نورو د ژر او پوره قانع کولو او له ځان سره یې د ملګري کولو او زموږ د شخصیت، پوهې او رهبرۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوي. که د ښې وینا هنر مو نه وي زده، کیدای شي، د ډیر ښه شخصیت او زیاتې پوهې سره سره د ګډونوالو په نظر کې عادي او یا حتی کمزوري خلک معلوم شو.
ښه وینا ډیره مشکله نده، خو زیاترو خلکو ته د مشکلو کارونو د لست د سر لومړۍ شمیره ښکاري. د وینا د مشکل ګڼلو دا ستونزه عامه خو د حل وړ ده. د ښې وینا لپاره باید لاندې شپږو برخو ته پوره پام وکړو:
1) تر وينا مخکې
تر وینا مخکې تر ټولو مهم کار دادی چې ویره، وارخطایي او تشویش له ځانه لیرې کړو او جرأت پیدا کړو.
د وینا لپاره پوره تیاری وکړو چې کولی شو له دین، کلتور، کتابونو، ملګرو، انترنت، اشخاصو، دفتر، موسسې او تیرو تجربو څخه د موضوع په اړه مهم معلومات راټول کړو او هغه ټکي ترې راواخلو چې زموږ د وینا لپاره ضرور دي.
وینا باید ولیکو او څو څو ځل یې اصلاح کړو. که وینا هر څومره زیاته اصلاح کړو، هماغومره به ښه شي. یو مشهور شخص خپلې لومړنۍ ویناوې تر دیرش ځلو ثبتولې، اوریدلې او سمولی یې. په پای کې ترې ډیر مهم ویناوال جوړ شو.
که د ښو ویناوالو ویناوې واورو او ولولو هم ګټه رسوي، خو له بشپړ تقلیده باید ځان وساتو او خپل ځان د یو مستقل شخصیت په توګه تثبیت کړو. تمرین د هر چا لپاره هر وخت پکار دی، نوی او زوړ ویناوال هر یو باید پوره تیاری ونیسي.
د پیغام په لیږد کې کلیمات، لحن، حرکتونه او اشارې هر یو رول لري. ټولو ته توجه پکار ده؛ کلیمات ۷٪، لحن ۳۸٪ او حرکتونه او اشارې ۵۵٪ ارزښت لري. د دې هرې برخې په انتخاب او تمرین کې توجه پکار ده. پوره تیاری په وینا کې زموږ د بریالیتوب لپاره ۹۰٪ اهمیت لري.
2) پخپله وينا
یوه ښه وینا باید درې برخې ولري: منطق، اخلاق او هیجان.
د وینا پيل باید له اساسي ټکو وشي. هره کلیمه باید وسنجول شي. ځکه یوه ښه کلیمه تر ۵۰ متوسطو او عادي کلیمو ډیر ارزښت لري. وخت هم مهم دی. لنډه وینا تر اوږدې ښه ده او مشکله هم ده. خو مشکل باید ومنو او لنډه وینا وکړو.
په وینا کې د بري څلور عامله او قدمونه دادي چې باید په پام کې ونیول شي: ۱). لیدلوری، ۲). دلایل، ۳). مثالونه او ۴). د لیدلوري تکرار. د وینا د پيل او پای وختونه ډیر اهمیت لري. د وینا لومړۍ او وروستۍ اغیزه ډیره ستره وي، خو فکر مو وي چې دا ستروالی مثبت کیدای هم شي او منفي کیدای هم.
کولی شو لیکلې وینا هم ولولو او له یادو هم خبرې وکړو. خو که اوریدونکو ته مخامخ او په طبیعي انداز خبرې وکړو، اغیزه یې زیاتیږي. کولی شو، په وړو کارتونو کې مهمې خبرې ولیکو، د رایادولو په خاطر ورته وګورو خو تشریح یې په داسې ډول له یادو وکړو چې له اوریدونکو سره په تماس کې اوسو.
د وینا څو مرحلې دي چې هره یوه یې مهمه ده:
1. سلام او اشنایي.
2. د وینا مقدمه او د اصلي پیغام لنډیز.
3. د اصلي پیغام تشریح، او د هغه لپاره مرستندویه مواد، پوه او دلایل لکه ایت شریف، حدیث شریف، متل، د مشهورو شخصیتونو ویناوې، کیسې، څیړنیز ارقام او حقایق په نښه کول او د هغو په رڼا کې د خپل پیغام او حقانیت اهمیت ثبوتول.
4. د وینا اختتامیه برخه یا د اصلي پیغام د مهمترینې برخې بیا ویل او د هغې د پلي کولو لپاره د ګډونوالو ملاتړ جلبول.
د وینا د ټولو برخو تر منځ باید منطقي ارتباط موجود وي. کیدای شي، وینا یو یا زیات اصلي پیغامونه ولري، خو که اساسي پیغامونه لږ وي، ښه به وي، ځکه اوریدونکي پکې نه ورکیږي. جملې او کلیمې هم ډیرې مهمې دي. هره جمله باید لنډه او واضح وي، له بهترینو مرتبطو کلیمو جوړه وي، مبتدا او خبر ولري او اوریدونکی پرې پوه شي. په هر پیغام کې باید د منطق، اخلاقو او هیجان درې واړه برخې موجودې وي.
3) ويناوال
ویناوال د غونډې او وینا اصلی لوبغاړی دی. باید هم تر وینا مخکې او هم د وینا پر مهال خپل ځان او خبرو ته متوجه وي. د ویرې، تشویش او وارخطایي د له منځه وړلو لپاره باید د ځان د تکړه والي تجسم وکړي، ځان داسې تلقین کړي چې تر ټولو ګډون والو پر موضوع ښه حاکمیت لري، تیاري یې نیولی دی، تمرین یې کړی دی او پدې خاطر به یې وینا ښه او د ټولو د خوښې وړ ګرځي. د وینا تر پیل مخکې دې یو ژور تنفس وکړي، په زړه کې دې له الله تعالی مننه وکړي او د خپلې وینا د بري دعا دې ورته وکړي. د (زیاترو) ویناو پر مهال باید خوښ، خندانه او بشاش وي، باید ښایسته ښکاره شي او باسلیقه وي.
ویناوال باید د عالي والي حس وکړي. دا د ځان لپاره یو ویاړ وګڼي چې د وینا موقع ورکړل شوې ده. اوریدونکي هم مهم وګڼي او پدې ډول خپل اهمیت لا زیات کړي، چې دغسې مهمو خلکو ته وینا کوي.
د سترګو تماس د صمیمیت مهمترینه وسیله ده. ویناوال باید په مینه ناک انداز ګډون کوونکو ته وګوري، ځمکې او خواوشا ونه ګوري، همدارنګه ډیر پورته هم باید ونه ګوري. ښه به دا وي چې زیاتره مخامخ هغه چا (زیاتره یو بلد شخص) ته وګوري چې د ده وینا په موسکا یا د سترګو په اشارو تائید کړي. دا کار ده ته جرأت ورکوي او بیا په تدریج هر چا ته کتلی شي.
د وینا وال د خبرو تون باید ورو، په شمارلو کلیمو او د معمولي حالت له مخې وي، خو د ګډون کوونکو د شمیر له مخې یې اواز باید کافي لوړ وي. موسکا د هر چا مفته شتمني ده، ویناوال باید د وینا پر مهال په مناسب ډول موسکی واوسي.
د پوښتنې او ځواب طریقه هم کله کله ښه وي. که له ګډون کوونکو داسې پوښتنه وشي، چې د ویناوال او دوی تر منځ پرې توافق وي، او چې ګډون وال مثبت ځواب ورکړي، وینا کوونکي ته جرأت ورکوي. خو دا کار مهارت غواړي. نوي ویناوال یې زیاتره نه خوښوي.
مترادفې یا هم وزنه کلیمې هم په وینا کې خوند پیدا کوي. درې درې او دوه دوه . لکه [وطن، دین او ولس پر موږ حق لري، زه، ته او هر افغان یې باید خدمت وکړو]. یا [فقر، نیستي او ناروغي یو د بل خور و ورور دي، له پرمختګه مو راګرځوي، روغتیا مو خرابوي او د ذلت کندې ته مو غورځوي. نو موږ ټول باید په ګډه د هغوی د له منځه وړلو لپاره کار وکړو].
وینا کوونکي دې له سهوو او اشتباهاتو څخه نه ویریږي. سهوې له هر انسانه کیدای شي. که له ویناواله غلطي وشوه، باید وارخطا نشي، زیاتره څوک نه متوجه کیږي، که استثنایي کوم یو متوجه شي، سر پسې نه ګرځوي.
کله کله یوه نیمه مودبانه فکاهي هم ښه وي، خو زیاتی او بې ارتباطي پکې تاوان پیښولی شي. ویناوال دې د ځان کیسې ډیرې نه کوي، په اصلي پیغام باید تمرکز وکړي.
لکه چې ومو ویل په وینا کې کلیمې ۷٪، لحن ۳۸٪ او د بدن حرکات او د سر او سترګو اشارې ۵۵٪ اهمیت لري. که هر څومره علمي او ادبي وینا ولیکل شي خو چې د ویناوال په لحن کې صداقت او له موضوع سره ژوره مینه نه وي موجوده او په لاسونو، سترګو، تندې او بدن کې تحرک، مینه او هیجان نه وي، اغیز نه کوي یا کم اغیز کوي. مثلاً که یو شخص بل ته ووایي ته ماته ډیر ګران یې، دلته د لحن په بدلون د ویناکوونکي د نیت بدلون څرګندیږي. که په (ډیر) فشار راولي معنی داده پخپل ګرانښت تاکید کوي. که په (ماته) زور اچوي معنې دا چې پر خپل ځان ټینګار کوي او که په (ته، او ډیر دواړو زور اچوي) نو په مقابل لوري تاکید کوي. د هرې جملې معنی د لحن له مخې بدلیدای شي.
4) اوريدونکی
د اوریدونکي سن، جنس، مسلک، زده کړه، ټولنیز او اقتصادي موقف، شکل، فکر، ذوق، عقیده، کورنۍ، معلومات، غوښتنې او احساسات باید درک شي او د هغو مطابق وینا جوړه شي. موضوع او مناسبت ته پام هم مهم دی. که یوه د خوښۍ غونډه وي نو د غم خبرې پکې باید ونه کړو. پر موضوع تمرکز باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي. د اوریدونکو سویه هم باید په نظر کې وساتل شي. که د یو مسلک متخصصین ناست وي او موږ دوی ته په داسې انداز وینا کوو چې ګویا موږ تر هغو زیات پوهیږو، نو د وینا تاثیر مو منفي کیږي.
زموږ په وینا کې باید ګډون کوونکي، خپلې غوښتنې او ارزښتونه وګوري، دوی باید قانع شي، چې وینا اوریدل ورته ضروري او ګټور دي او هسې وخت یې نه ضایع کیږي. وینا باید د هغوی تر سویې ټیټه یا پورته نه وي.
5) چاپيريال
د وینا ځای او چاپیریال هم ډیر مهم دی. د تالار، اندازه، رڼا، د هوا جریان، سکون او ارام والی، د ګډون کوونکو شمیر،وسایل (میخانیکي، چاپی، صوتي، رسنیز) او نور مسایل ټول باید په پام کې ونیول شي.
په چاپیرال کې درې خبرې ډیرې مهمې دي: ۱). اواز مو باید ټولو ته ورسیږي، ۲). چاپیریال باید پاک او د خوښې وړ وي،رڼا یې مناسبه او هوا یې ښه وي. ۳). په داسې ځای کې باید ودریږو چې ټول ګډونوال موږ وویني او موږ هغوی ووینو. پر مخ مو باید تیاره نه وي، بلکې رڼا زموږ پر لور وي.
6) نتيجه
د وینا نتیجه تر ټولو ډیره مهمه ده. موږ باید له وینا هغه څه لاس ته راوړو چې غواړو یې.د وینا متوقع نتیحې باید توافق، اقدام او تعقیب وي. ښه او ایډیال حالت دا وي چې اوریدونکي زموږ سره په هغه څه موافق شي چې موږ یې ترې غواړو. دوی هغه اقدام او کړنې ته حاضر شي چې موږ ورته وړاندیز کړې وي او د کړنو د تعقیب لپاره راسره یو پلان ومني. د هرې وینا نتیجې د هغې د مناسبت او ګډونوالو له مخې توپیر لري: معمولاً موږ چې کله ملګرو ته وینا کوو نو هدف مو دا وي چې دوی خوښ وساتو. کله چې همکارانو ته خبرې کوو نو هدف دا وي چې بایدیو له بله څه زده کړو. که لویې ټولنې او یا کمپاین غونډې ته وینا کوو نو غواړو چې ټولنه کار او عمل ته راپاڅوو. که له قاضي، وکیل او څارنوال سره خبرې کوو لوی هدف مو دا وي چې دوی قانع کړو.
ښه دا وي چې د ضرورت په صورت کې له هر چا سره د توافق شوو ټکو د تعقیب یو پلان جوړ او پلی کړو. پدې صورت کې به مو هم وینا اغیزناکه وي او هم ګټوره.
که ښه وینا زده کړو، تمرین یې کړو او عملي یې کړو، د ژوند په زیاتو برخو کې به بری او بریا لاس ته راوړو.
ماخذونه:
1. The Art of Public Speaking. By Dale Carnegie.
2. Speak to Win: How to Present with Power in Any Situation. By Brian Tracy.
3. http://content.moneyinstructor.com/1198/intro-public-speaking.html
4. http://www.inc.com/ss/jeff-haden/20-public-speaking-tips-best-ted-talks
5. http://money.howstuffworks.com/18-tips-for-public-speaking.htm
د عامه وینا د مهارتونو په باب د ښو کتابونو لپاره لاندې کرښې ته مراجعه کولی شو:
http://www.goodreads.com/shelf/show/public-speaking