"وینه او مینه" (۱۰)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63790
عبدالقیوم
دخبریدو نیټه : 2015-04-30

لسمه برخه
کوتره په شپه کی والوته

داهغه شپه  وه چی توپکمار دخپلۍ  لور کوتری دورکړی  خوشحالۍ کول خپلوسړوته یی دسبا ورځی دمیلمنودعزت کولو اوکارونو ویش کاوه .ده  خپلی خبری نوی پوره کړی چی  یوپیره دار راغی او قوماندان ته يی  داسی ویل:
- " حاجی قوماندان صاحب نن بندی  ته  چا ډوډۍ را نه وړه؟"قوماندان  دنور توپکوالو په شان چی دخپلو بادارانو(i,s,i)  څخه یی زده کړی وه ،دهغوی  دپلانو اوخواستو برابر یی  هر مکتب لوستۍ اوحکومتی  مامور، سرتیری  او افسر تروروی اوچی ژوندی به څوک پلاس ورتی هغه یی  دپیسو په مقابل کی تبادله  اوخوشی کاوه اوکه به یی پیسی ورنه کړی هغه یی وژل.
 توپکیانو دبندی دساتلو هیڅ مناسب ځایونه او تدبیرو نه لرل.اما خپل خُسر یی  ژوندی بندی  ساتلی و. د دی  خبری  په اوریدو چی کری ورځ یی بندی خسر وږی پروت دی ،خدای  سته، قوماندان له ځانه سره څه خړ سو. ځکه قوماندان اوټول توپکوال پوهیدل چی بندی  د ده خُسر او د  هغی کوتری نیکه   دی چی سبا یی بل ته کوزده کوی.
قوماندان پر لونګ ږغ وکۍ:
- هلکه لونګه! پورته سه، کور ته ولاړ سه،وګوره که د خوړو څه وه، بندی  ته يی راوړه.
لونګ  چی په یو عالم غمونو اوفکرونوکی ډوب  پروت ؤ، تردغه وخته په دی هم نه پوهیدی، چی  دغه بندی  د قوماندان خُسر او پر ده د مینی  کوتری  نیکه دی. لونګ ځکه په ډیره مینه له ځایه ولاړ سو، او د قوماندان کور ته ولاړ، چی  که وکولای سی  کوتره له نژدی  وګوری  او ځان په دی  پوه کړي، چی  دکوتری تصمیم څه دئ اوڅه کوي؟
لونګ چی دقوماندان کورته ورغۍ  د قوماندان دهری  ښځی دخونی دروازه  یی جلا جلا ور وټکول  د څه خوړو د تیاریدوغوښتنه به یی  ځینی  وکړه، خو د ده بیچاره په خبره  هیڅ یوی هم غوږ و نه ګراوه. ځکه  دقوماندان ښځی  پوهیدی  چی  بندی  خو د کوتری  نیکه او د دوی د بنی  پلار دی.
 لونګ ته خدای ور کړه، دغه یی  پلمه وګڼله او راغی  د کوتری  د خونی  دروازی  ته. دکوتری دخونی د دروازی  ځنځیر وشرنګاوه، او په کښته اواز يی  ور ږغ کړل ور ته وی  ویل:
- لونګ یم ، لونګ!
کوتری  چی تیره شپه لونګ نه ؤلیدلی ډیره غمجنه او دځان سره  یی زیات ژړلی وه ،ځکه پلار ظالم یی د هغی  له خوښی  خلاف،تصمیم لاره  چی سبا یی بل چاته کوزده کړی. کوتری دلونګ سره ژبه کړی وه او دلونګ سره یی مینه وه .نو له ډیره ګرومه او  خواشینۍ څخه یی زړه پړسیدلی  و نه پوهیدل چي څه وکی.
څه وخت چی  یی   د لونګ  شرین اواز واوریدی لکه داسمانه چی یوه غیبی ناره پروسی ژریی دروازه خلاصه کړل لونګ يی  په خپله  پسته غیږه کی  ټینګ ونیو، خپړی  یی  په ولګولې. لونګ ور ته د خپل کار او فعالیت خبری  لنډی  وکړې، او د تیښتی  پلان یی  ورسره شریک کړ. بیا يی  ور ته وویل، چی  پلار دی  را استولی  یم، دهغه بندی  دپاره ډوډۍ راکړه چی وریی وړم.
کوتره د دی  خبری  په اورېدو شکمنه سوه،  ځکه دا نه پوهیدل  چی  بندی  به د دی  نیکه وي. باور يی  نه را تی چی  د هغی  نیکه دی  د دې  پلار تر اوسه ژوندی ساتلی  وي. بیا هم کوتره ژر، ژر خپل له خونی  را ووته، څه د خوړو شیان يی  سره جوړکړل او لونګ ته يی  ورکړل.
- کوتری لونګ ته وویل:
- دا معلومه که، چی  بندی  څوک دی؟ نه چی  زما نیکه وي. هغی  بیا لونګ ته وویل، زه پر خپل نیکه زیاته ګرانه وم، که  هغه ؤ  او کولای  دی سوای، زما او ستا د مینی  او تښتی  بیان ورته وکړه، که مو په وسه وه، نیکه به هم د ځان سره وتښتوو دلاری ملګری به مو وي.
لونګ په یوه کاسه کی خواړه را واخسته  کوتری ته یی دتیښتي  دتیاری نیولو وخت ورکړی. لونګ خواړه را وروړل پیره دار لونګ ته اجازه ور کړه، چی  په خپله د بندی  کوټی  ته ډوډۍ ور وړي. لونګ له بندی  څخه وپوښتل، چی  څوک یي؟ هغه ور ته وویل، زه د قوماندان خُسر یم.
لونګ خوشحاله سو په یوه شیبه کی  دکوتری نیکه په خبره پوه کۍ. مؤظف پیره دار، فکر کاوه چی  لونګ خو تر ټولو پیره دارانو زورو حتا د مقاماتو سړی  او د قوماندان د کور سړی دی، له بندی  سره د لونګ تماس یی یوه معمولی  خبره وبلله.
لونګ چی  د بندی  سره خبره پخه کړه. هغه لوښی  چی  خواړه یی  پکښی  را وړی  و، هغه یی  د بندی  سره پریښودل. خپله  بیا دقوماندان کور ته ولاړ، خپلۍ مینی  ته يی  حال ووایه. کوتری  وختی  لا خپله غوټه تړلی  وه.
کوتره له کوره را ووته، د مؤظف پیره دارسره يی  په خبرو ځان اخته کړ. په دغه وخت کی چی کوتری دپیره دارسره خبری کولی  لونګ راغی ، پیره دارته يی  وویل، هغه د ډوډۍ لوښی  می  د بندی  سره هیر سوی  دي، کلۍ را کړه، چی  زه لوښی  را واخلم، تاسی  خپلی  خبری  کوئ.
 ځوان ،مجرد او له هر څه محرومه انسان پیره دار، په خپل ژوند کی  د ځوانی  انجلۍ په نرم او پاسته ږغ کی  خبری  نه وی  اورېدلي، وانجلۍ ته يی  مخا مخ سم کتلای نه سوای؛ پر خبرو يی  داسی  خوند اخیستئ، چی  له خوښئ يی  بدن خوله خوله سوۍ و. په ځان نه پوهیده. دبندی دکوټی کلۍ  یی لونګ ته ورکړه.
لونګ  لوښی پرځای پریښودل، بندی  یی  خوشی  کی، بندی بیړه  تر کوره  دباندی  ووتۍ. لونګ خالی  کوټه قفل کړه، بیرته راغی، کلی  يی  پیره دار ته ورکړه. کوتره  او لونګ دواړه هم  دکوره راووتل .لونګ ،کوتره او دکوتری نیکه دری سره یوځای سول .
اوس نو کوتره پداسی شپه دکوره دلونګ سره تښتی چی سبا يی  د ورکړی ورځ وه.هلته په بل کلی  کی  د لونګ مورخو د سبا شپی (جمعی) شپی ته  دلونګ او کوتری  راتلوته انتظارکی وه. خوحالات  بل شان  سوی وه لونګ د کوتری  او دکوتری دنیکه  سره یو ځای دپنجشنبی په شپه د کور او کلی  څخه په تیاره کی راوتلی وه.
دلونګ موربه لاسبا خپله تیاری نیول چی دادی  یوشپه مخکی لونګ ،کوتره  او دکوتری  نیکه ورته راورسیدل.
 دلونګ مور لکه څنګ چی لونګ ته به یی ویل "زویه ! زه لدی وروسته ښځه نه یم بلکی  دنرمیړه پشان  به ستا ترشا ولاړه یم "  په رښتیا چی دلونګ مور پدغه شپه  د دوی دراتګ تود هرکلی وکی. وروسته یی خپل دخوارۍ  څه چی لرل ټول ځای پرځای پرښول په تیاره کی  څلور سره د لونګ د مور له خونی  هم ووتل.
تصمیم یی داسی ؤ داسی ځای ته ځانونه وروسوی  چی  دقوماندان  له ظلمه څخه یی ژوند مصؤن سی. دوی دحکومت تر کنترول  لوی ښار وړاومناسب ځای بلۍ. هغوی  څلور واړو د شپی  په تیارکی خپل مزل کاوه او تر لوی  ښاره یی ځانانونه رسول. هر یو  پرلاره د ځان سره فکر کاوه، چی  چیری  ځو؟ 
نیکه یی  فکر کوی  څنګه به خپله نوره کورنۍ پیدا کوم؟ که د قوماندان سړو پیدا او ونیولو، څه به را سره وکي؟ د لونګ څخه هم خوشحالی  هیره وه.خو دلونګ موربه ټولوته دیلداری ورکول چی خدای مهربانه دی،هرڅه به الله وتعالی سم کړي.
کوتری  دلونګ سره دمینی په وجهه کور پریښود.لونګ  دکوتری سره دمینی  لرلو له امله دیوه زورور قوماندان بدی پرسر واخیستل ،دلونګ مور دخپل زوی د ارزو دپوره کولو په منظور دټول خواری پرځان منلي دی.کوتره  د لونګ په تشویش پوهیدله، د خپل لونګ پر اوږه یی لاس ورکښیښود داسی  یی ورته و ویل:
زما لونګه!
ـ فکر مه کوه یو ځای به ژوند کوو
-  که ژوند نه ؤیو ځای  خوبه مرو.
لونګ جواب ورکړی:
تا چی  لاس کښیښود پر ما
زه نو ولی سر کښینږدمه  پر تا
دوی دکلی  څخه د لوی ښار پر خوا نژدی اوه ساعته  په تیاره کی منزل کړی وه چی  ورباندی سهار سوو.سخت ستړی وه ،ښارهم نور لیری نه وو دا دی یوه د خاورو ډکه لارۍ (ټرک) ورته ودرېد. دوی  هم ورپورته سول. پرهغه لنده خاوره کښینستل.لمر څرک  موټر حکومتی  تلاشی ته تم سو، تلاشی  والو لونګ له موټر څخه کښته کۍ. لونګ د جلب او احضار دګروپ په لاس کښیووت. لونګ به دالته پریږدو وبه ګورو چی دقوماندن په کورکی سهار څه روان دی.
سهاردقوماندان په کورکی:
سهار وختی  د ټوپکوال قوماندان په کور کی  ټول نر او ښځی  بیا په  خپلو کارونو بوخت  سوه. د کوتری د خونی  دروازه ټینګه پیش  وه. ټولو ښځو فکر کاوه چی   کوتره  شرمیږي، ځکه نو دخونی څخه د باندی  نه را وځي. څاښت سووښځو په خپلو منځو کی  یوی بلی ته سره وویل:
- کوتره  که بیده وی  باید  چی اوس یی را ویښه کړو.که شرمیږی  هم یی له خونی  را وباسئ، څه يی  جوړه کړو، اوس به مرکه والی  ښځی  را ورسیږي، دا به لا بیده وي.
یوه میره یی ورغله،  دکوتری  دخوني دروازه يی   ور وډبوله. بیا هغی  هغه بلی  بنی  ته ور ږغ کړل، چی  را سه، ته دروازه ور وټکوه، ګوندی  ستا په ږغ به دروازه خلاصه کړي. هغی  هم خپله وسه وکړه او ناری  یی  کړې:
-کوتري، کوتري!
خو کوتری  ځواب ورنه کړ. نو هغه دریمی  میری  يی  وویل، چی  لونګ ته ور ږغ کړئ، چی  هغه دکوتری  پلار  خبر کړی  هغه به راسي، زموږ په خوله دا نجلۍ له خونی  دادی  نه را وځي. دوی په لونګ پسی  هم ډیر احوالونه وکړل، لونګ هم پیدا نه سو.
په دی  وخت کی  ږغ و سوو، چی  هغه دی د کلی  سر ته مرکه وال را ورسیدل.  دکوتری یوی میری جرات وکئ، له خپله کوره را ووتله او قوماندان ته یی د یوه توپکی  پر لاس احوال ورکئ، چی  یو ځل کور ته را سه. قوماندان چی خبر سو ښځه يی  را وتلې، نو په زړه کی  ښځی  ته وخښمیدی، دغسی  قهرجن او چوپه خوله کور ته راغی.
ښځويی  ورته وویل، سړیه! له یوی  خوا، مرکه والی  ښځی  هغه دی  را رسیږي، له بلی  خوا، کوتره له خونی  نه را وځي. قوماندان په ډیر قهر راغی او د کوتری   د خونی  دروازه يی  په لغته ووهله، دروازه پاشنه سوه، مګر، له هغه لوری  یی کوم غبرګون و نه لید. قوماندان څه ښنځل منځل وکړل او خپلوښځوته وویل:
• ورسئ، اوس یی  نو په زوره  را وباسئ.
-  ښځی  چی   خونی  ته  ورغلی  خونه يی  هر څه وپلټله، په خونه کی کوتره نه وه.
ښځو بیا قوماندان ته احوال  ورکئ، چی  کورته راسه . قوماندان بیا خښمیدلۍ  کورته راغۍ .ښځو خبر کی چي کوتره خو په خونه کی  نسته.
قوماندان فکر کاوه، په کورکی به چيری  بل ځای پټه وي. هغه بیا وویل:
-وګوری هر چیری  چی  وی  پیدا يی  کړئ.
ښځو کوراوباغچه ټوله و پلټل د دوی ټولی  هڅی  بی  نتیجی  سوی. خبره لڅه سوه، چی  کوتره نه سته. د قوماندان لونګ په کار سو. هغه وپوښتل، دا لونګ چیری  دی؟
په لونګ پسی   يی  سړی  واستول.  لږشیبه وروسته، دا خبرهم ورته راغی، چی  لونګ هم نه سته. قوماندان  امر وکړ، ولاړسئ، د لونګ کور ته، هغه را ولئ، هلته یی  بندی  کړئ دی ولی بیله خبرتیا په داسی مهمه ورځ چی دکار ورځ ده کورته تللۍ دی.
په دغه وخت کی  مرکه وال نر او ښځی  د انجلۍ د ورکولو او دستمال وړلو په نیت را ورسیدل. ښځی  کور ته ننوتی  او نارینه په سراچه کی  ځای  پر ځای  سول. چای  تیاری  وي. خلګ کار کوي، د ورجو او غوښو تر دیګو لاندی  اورونه بل دی او دیګونه په مستی  کی  ایشي. میلمانه د قوماندان سره ناست وه، خو قوماندان سخت نا ارامه معلومیدی.هر څوک پوهیدی، چی  کومه خبره خو سته.
قوماندان ته پرله پسی  څوک راځی  او په غوږ کی  یوه خبره ورته کوي. د هر قاصد تر خبری  وروسته، د قوماندان وضعه نوره هم خرابیدله.
دا خبرهم ورته راغی، چی  بندی  هم د شپی  تښتیدلی دی. قوماندان اوس په دی  خبره یقینی  سو، چی  فساد یی په لورکی دی او هغه هم تښتیدلی  ده. لږ وروسته، دا خبر هم ورته را وړل سو، چی  لونګ هم نه سته: حتا د لونګ مور هم له خپله کوره کډه سوی  ده او څوک نه پوهیږي، چی  چیری به تللی  وي.
د قوماندان وضعه تر پخوا هم نوره  خرابه سوه. مرکه وال چی  هر څه ورته وايې، دی  په مجلس نه سی  ور ګډېدلای؛ قو ماندان لکه د ډیرو اوبو ژرنده  چی اوبو پر سر اخیستی وی دی  هم خپلو چورتونو اوغمونو داسی   پر سر اخیستی  و.
د غرمی  د ډوډۍ وخت را ورسید. په همدی  وخت کی  څوک راغئ، له قوماندانه يی  وپوښتل، چی  ډوډۍ وکاږو؟ هغه د تایید په توګه خپل سر وښوراوه. کله چی  د لاس پری  مینځلو ګډوی  او دوشئ ګانی  را وړل سوې، مرکه والو د لاسونو له مینځلو څخه ډ ډه وکړ.
 هغو غوښتنه وکړه، چی  قوماندان صاحب اول زموږ کار را خلاص کړه، چی  زړه مو بیغمه سي، بیا به د خیره سره لاسونه ومینځو او ډوډۍ به په خوند وخورو.
قوماندان غوښتل ځان تیر کړي. هغه نه پوهیدی څه وکړي. په کورنۍ او دوستانو کی  خو هغه  داسی  څوک نه و پری  ایښي، چی  دی ور سره مشوره وکړي. مهمه او خطر ناکه  خبره يی  لا  دا وه چی  مرکه وال هم تر ده کمزوری  نه وو، چی  دی يی  د نورو په شان په خپلو ټوپکوالو و بیروي.
قوماندان د پاڼ او پړانګ ترمنځ ولاړ و، هرڅه يی  هیر سو ل. د مرکه والو مشر وویل:
- تر څو زموږ شیرینی  او دستما ل را نه کړې، ډوډۍ نه خورو.
قوماندان د مرکه والو مشر سپین ږیری له مجلسه ولاړ کۍ. کله چی یی د ناستو خلګو څخه جلا کۍ بیا يی  ورته وویل، چی  د شیرینی  ورکولو ته اوس چمتو نه دی، بیا به وروسته ګورو.
مګر مقابل لوری  د قوماندان خبره و نه منله او فکر يی  وکۍ، چی  امکان لری  قوماندان به د زیاتو پیسوغوښتونکی  وي؟ نو يی  ورته وویل:
- ګوره، دوستی  د سلو کلونو لاره ده، ما تر قوم، کلی  او سیالانو  مه شرموه،  کنچوسه هر څه چی  غواړې، ووایه.
قوماندان د عادت خلاف، چی  هیڅ وخت يی  داسی  نه کول، مرکه وال ته وویل:
- یوه شیبه صبر وکړه.
قوماندان خپل کور ته راغی، خپلو دروسره ښځو ته يی  وویل:
-اوس څه وکړم؟
- ښځو يی  ورته وویل چی  دلته په کور کی  هم  راغلی ښځی  غوښتنه کوی  چی یوځل  انجلۍ وګوري.
قوماندان خپلو ښځو ته وویل، چی  شیرینی  به ورکړو. اول خو به کوتره پیدا کړو، او که هغه پیدا نه سوه، نو بیا به زرکه ور ته ور واده کړو. ددی  خبری په اوریدو يی  ګرانی   ښځی  دونه بد یو وړل چی مه  يی  کوه خبری  ،په قهر يی  میړه  ته مخ را واړاوه، او بیا یی  ورته وویل:
- ماینه (د کوتری  مور) دی  ښه پیدا کړه، چی  پاته د هغی لور سوه، پام چی  دا کار و نه کړي؛ او ګوره! زه خپله لور زرکه د کوتری  په عوض کی  چا ته نه ورکوم.
قوماندان بی نتیجی  بیرته میلمنوته راغی. مرکه وال بی له ډوډۍ خوړلو ډډه  وکړه  ولاړ سول. د خلګو سپکاوی خو وسو، اوس نو د هغو غبرګون ته قوماندان ځان چمتو کاوه.    دمینی ورکه ، دلور ورکه ،دخسر تیښته  د ده له چنګاله ،دلته دخلګو سپکاوی اوس  نوقوماندان د ځان د ساتلو په ویر  اخته سو. نوربیا