په کندهار کې ګڼ شمير ډاکټرانو او روغتيا پالانو د يوې احتجاجيه غونډي پر مهال په جګړه کې پر ښکيلو غاړو ږغ وکړ ، چې طبي کارکوونکي د وژنو هدف ونه ګرځوي څکه دا کسان يوازې د انسان ژوند ژغوري او هغه که هر څوک وي .
روغتياپالان دا ږغ وروسته له هغه پورته کوي ، چې تيره اونۍ وسله والو د کندهار ښار په يوه ګڼه کې ګوڼه کې د دې ولايت د عامي روغتيا رييس په غلچکي بريد کې ټپي کړ .
د هيواد د نورو سيمو تر څنګ کله کله په کندهار کې هم روغتيايي کارکوونکي او مسوولين تر بريدونو لاندي راځي چې يو شمير يې بيخي وژل سوي او ځيني نور يې ټپيان سوي دي .
په کندهار کې لسګونو روغتياپالانو د شنبې په ورځ په يوه پراخه غونډه کې په جګړه کې پر ښکيلو ډلو ږغ وکړ ، چې روغتيايي کارکوونکي د خپلو هدفونو ښکار ونه ګرځوي ، ځکه چې ډاکټران د هر چا ژوند ژغوري .
د کندهار د عامي روغتيا رياست دوو مرستيالانو ډاکټر عبدالجبار ، ډاکټر احمدالله فيضي او نورو ويناوالو له دولت څخه وغوښتل ، چې د ډاکټرانو او روغتيا پالانو ژوند ژغورلو ته پاملرنه وکړي او خلکو ته د کار کولو دپاره هغوی ته امنتي او ارام چاپيريال تيار کړي .
د کندهار د عامي روغتيا پر رييس بريد هغه مهال وسو ، کله چې تيره اونۍ دوشنبه ماښام نوموړی د کور په لوري روان وو .
بريدکوونکو د هغه د وژني پوره څه کړي وه خو بريالي سوي نه وه .