خلیج ټایمز ورځپاڼه وايي چې د قطر په دوه ورځنیو خبرو کې موافقه وشوه چې طالبانو ته به اجازه ورکول کېږي چې سیاسي دفتر پرانیزي. د قطر په خبرو کې طالب استازو د سولې د خبرو لپاره دوه شرطونه لرل چې یو یې دې ډلې ته د دفتر پرانیستل و. ورځپاڼه وايي چې څه باندې ۴۰ ګډونوالو د دوحې په دوه ورځینۍ نارسمي غونډه کې سلا وکړه چې طالبان دې په دوحه کې خپل سیاسي دفتر بېرته پرانیزي. په ۲۰۱۳ میلادي کال د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستلو د افغانستان د هماغه وخت ولسمشر حامد کرزی سخت په غوسه کړ ځکه چې پر دفتر د طالبانو بیرغ او د امارت لوحه نصب شوي وو. پخواني ولسمشر حامد کرزي سي این این ته په یوه مرکه کې د قطر د تازه خبرو ملاتړ وکړ. ده له طالبانو وغوښتل چې خپل هیواد ته راشي او په خپل هیواد کې د سولې لپاره شرطونه کېنږدي. د کرزي په وینا که طالبان جنګ بس کړي بهرنیان به هم ووځي او هغو ته به په افغانستان کې د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي.