په بدخشان ولایت کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت مرکز فیض آباد روغتون ته د ۱۶ کسانو مړي وروړل شوي چې افغان پوځیان او پولیس دي. د روغتون یوه چارواکي شاه عبد الله ویلي چې د دوو تنو سرونه پرې شوي وو او د ۱۴ نورو کسانو هم ډېر روغ نه وو پاتې. د ښاغلي عبد الله په وینا اته ټپیان هم د فیض آباد ښار روغتون ته لېږدول شوي دي. پرون سهار د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو خبر ورکړی ؤ.