له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر هوکړه باید ګاونډیو هېوادونو ته د ګواښ لامل نه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63819
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-04

د فرانسې او سعودي عربستان مشرانو خبرداری ورکړی چې له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر هوکړه باید د سیمې بې ثباتۍ او د ایران ګاونډیانو ته د ګواښ لامل نه شي. د سعودي پاچا ملک سلمان او د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ په ریاض کې تر کتنې وروسته ویلي له امریکا سره د ایران اتومي هوکړه باید د سیمې امنیت او د ایران ګاونډیان له ګواښ سره مخ نه کړي. دوی ویلي چې سعودي او فرانسه له ایران سره د یوه پیاوړي، تل پاتې، پلي کېدو وړ او الزامي هوکړې پلویان دي.