برېن تریبس: په جګړه کې د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63820
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-04

په افغانستانه د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو وروسته له طالبانو سره په لومړنۍ مخامخ جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوړي. د ناټو د روزنیز ماموریت د عامو چارو رييس ډګروال برېن تریبس وايي سږ کال تراوسه پوري د مرګ ژوبلې کچه د تېرکال د ورته وخت په پرتله په سلو کې ۷۰ زیات شوې ده. که څه هم تېر کال هم د جګړې پېټی د افغان پولیسو او اردو په غاړه و خو تېر کال د اړتیا په وخت د ناټو ځواکونو ورسره ملاتړ کاوه. د ناټو یوه چارواکي، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه یې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم د نه څرګندېدو په شرط لوېدیځو رسنیو ته وویل، د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو ۱۵ میاشتو کې ۴۹۵۰ افغان پولیس او د اردو ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي خو تېر کال په همدې موده کې ۲۹۰۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي وو.