د کندهار ښار د څوارلسمي امنيتي حوزي اړوند د بلال خصوصي روغتون ته څيرمه ناپيژاندو وسله والو يو تن کباړ خرڅونکى په ډزو سره وژلى دى او بيا چاودني دري تنه ټپيان کړي دي.
د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا درانى وايې چې څه باندي يولس بجي په ياده سيمه کې لومړى ناپيژاندو کسانو يو تن کباړ خرڅوونکى په ډزو سره وژلى دى.
هغه وايې چې پوليس د يادي پېښي د څيړني په موخه سيمي ته رسيدلي چې وروسته د کباړ په دوکان کي پروت يو ماين چاودنه کړي ده چې پر مهال يې دوه پوليس او يو تن لاروى ټپيان سوي دي.
درانى وايې چې د پوليسو له لوري وروسته پلټني سوي دي او پر مهال يې په ياد دوکان کي يو ميل تومانچه هم موندل سوي ده.
تر اوسه کومي ډلې ددې پېښي مسووليت نه دی اخستی .