کندهاري خبريالانو د کندهار د نوي والي سره د پيژندني غونډه وکړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63826
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-05

په کندهار کي د ازادو رسنيو خبريالانو نن د کندهار دپاره د نوي ټاکل سوي والي سره وليدل . نوي والي د خلکو د ستونزي د ليري کولو او د حکومت د پياوړتيا په برخه کې د رسنيو رول خورا ګټور وباله او ژمنه يې وکړه چې د بيان ازادۍ ته به ژمن پاتيږي . د خبريالانو په استازيتوب په سويل کې د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د سيمه ايز دفتر مشر او د هيواد راډيو ټلويزيون مشرتابه نوي والي ته د دندي مبارکي وويل او له والي څخه يې وغوښتل چي د رسنيو سره اړيکي پراخي وساتي او له دې لاري د خلکو ستونزو او اړتياوو ته انعکاس ورکړي غونډه د نوي والي ډاکټر همايون عزيزي او کندهاري خبريالانو پر پيژندنه ور ټوله وه او په وروستيو کې پريکړه وسول چې په راتلونکي کې به د بيلابيلو غونډو پر مهال پر ستونزو او اړتياوو خبري وکړي . .