د ملي امنیت سلاکار مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت او له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د توضیحاتو پرمهال وویل، ''داعش'' ډلې ته افغانستان ځکه مهم دی، چې د پخواني خراسان اړوندې سیمې تر خپل یوه ولایت لاندې راولي.د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعیت په اړه په خبرو کې تر ډېره په هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه معلوماتو ورکولو ته ځانګړې کړي وې.ښاغلي اتمر وویل، ''داعش'' یو سیمه ییز ترهګر سازمان و، چې په نړیواله کچه یې شهرت وموند، چې د نوموړي په ټکو له افغانستان سره ځانګړې علاقمندي لري او دا ځکه ،چې له دې ځایه کولی شي د منځنۍ آسیا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په یوه کرښه کې راولي او خپل ترهګریز اعمال تمویل کړي.