حوثيانو پر سعودي عربستان راکټي بریدونه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63836
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-05

حوثیانو دغه ګام څو ساعته وروسته له دې پورته کړی چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان له عربي هېوادونو وغوښتل چې د ایران پر وړاندې ودرېږي. ویل کېږي چې حوثیانو له یمن سره پر پوله پر نجران ولایت توغندي توغولي دي. ویل کېږي چې د حوثیانو له لوري توغول شوي توغندي د نجران په ښار کې د استوګنې پر سیمو لګېدلي او د سعودي دولتي تلوېزیون د زیانمو شویو موټرو او ودانیو انځورونه خپاره کړي دي.