وسله والو په فراه کې دوه مسافر وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63838
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-05

د فراه امنيه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو له هغو دريو تنو څخه دوه تنه وژلي، چې وړمه ورځ يې له موټر څخه ښکته کړي او نيولي وو. د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار وايي چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ د فراه د مرکز اړوند د سور شوراب په سيمه کې د فراه -فراه رود پر لويې لارې د سپرلۍ له ۳۰۳ موټر څخه درې تنه مُلکي کسان تښتولي وو. هغه وايي چې وسله والو طالبانو له يادو کسانو څخه دوه تنه وژلي او درېيم يې له طالبانو څخه تښتېدلى دى. دى وايي چې له وژل شويو کسانو څخه يو يې بسم الله نوميږي او د فراه د کليو پراختيا رياست کارکوونکى و او بل يې عبدالغفار نوميږي او عام وګړى و.