د یو شمېر هوایي ډګرونو مدیریتي چارې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته سپارل کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63839
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-05

ولسمشر اشرف غني د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته دنده سپارلې چې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې د کابل، هرات، بلخ او کندهار د هوایي ډګرونو مدیریتي چارې له نړیوال ځواکونو څخه په خپل لاس کې واخلي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي بهرنیو ځواکونو د جمهوري ریاست عالي مقام ته د یو یادداشت په استولو سره، افغان حکومت ته د دغو هوایي ډګرونو د مدیریتي چارو د سپارلو لپاره تیاري ښوودلې ده. ولسمشر غني ټینګار کړی چې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت باید د مسلکي افرادو د استخدام لپاره واضح پلان او منظم چمتوالی ولري. ده څرګنده کړه چې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت دې له همدا اوس څخه په ظرفیتونو کار وکړي ترڅو د دغو ډګرونو د مدیریتي چارو د سپارلو پر مهال تشه رامنځته نه شي.