پخواني ولسمشر د علماوو شورا له یو شمېر غړو سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63840
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-05

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د کابل د علماوو شورا له یو شمېر غړو سره د خپل کار په دفتر کې کتلي. په دغه کتنه کې مولوي عطاالله فیضانی، مولوي عزیزالله مفلح او مولوي عبدالبصیر حقاني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په تېرو دیارلسو کلونو کې یې د حامد کرزي کړنې او د سولې لپاره هڅې وستایلې. دغه راز حامد کرزي د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې د افغانستان د یوه وګړي په توګه به په افغانستان کې د سولې او آرامۍ د ټینګښت لپاره خپلې هڅې کوي او تل به دافغانستان د خلکو په خدمت کې وي.