په کندهار کې قومي مخورو او ديني عالمانو د يوې غونډي پر مهال د افغان امنتي ځواکونو څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او له دولت يې نه وغوښتل چې خپلي استخباراتي ادارې نوري هم قوي کړي .
ويناوالو د سولې د خبرو پر ژر پيل کيدو ټينګار وکړ .
د غونډي ويناوالو افغان امنتي ځواکونه د پخوا په پرتله پياوړي وبلل او زياته يې کړل ، چې دولت دي د استخباراتو په برخه کې زيات کار وکړي ، ځکه اوس د جګړې ډول اوښتی دی او استخباراتي شکل يې غوره کړی دی .
د سولې د شورا مشرعطامحمد احمدي ، قومي مخور او د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري او ديني عالمانو د افغانانو دپاره سوله زياته اړينه وبلل او پر وسله والو طالبانو يې ږغ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې ږغ ته د هو ځواب ورکړي .
ويناوالو د يو شمير ګاونډي هيوادونو د ديني عالمانو هغه فتواوي هم رد کړې چې په افغانستان کې يې روانه جګړه روا بللې ده .
د غونډي برخوالو په هيواد کې د خلکو او نظام پر ضد هر ډول کړنه وغندل او د دولت د وسله والو مخالفينو يې وغوښتل ، چې له چاونو او د خلکو په ګڼي ګوڼو کې له بريدونو لاس واخلي .