امریکایي ځواکونو په بګرام کې خپل یو ژباړن ټپي کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63842
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-07

د پروان په بګرام ولسوالۍ کې تېره شپه امريكايي ځواکونو خپل يو تن ژباړن په ډزو ټپي کړى دى. د دې پېښې په غبرګون كې نن سهار د يادې ولسوالۍ په صياد سيمه کې خلکو لاريون وكړ او د كاپيسا –پروان لويه لار يې د ټرافيكو پرمخ وتړله. د پروان د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، تېره شپه امريكايي ځواکونو د ګزمې پر مهال خپل يو تن ژباړن، چې د پروان د صياد سيمې اوسېدونکى دى؛ دوى ته د نږدې نه ورتلو امر ته د نه پاملرنې له كبله په ډزو ټپي كړى دى. د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم پر لويو لارو د بهرنيو ځواکونو له خوا يو شمېر موټر چلوونکي او مسافر په ډزو وژل شوي او ټپيان شوي دي.