دغه تړون تېره ورځ په تهران کې د هند د ترانسپورت وزیر نیتین ګدکاري او د هغه له ایراني سیال عباس احمد اخندي تر منځ لاسلیک شو. د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هم له هند سره د اوبو له لارې وصل شي. د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي، د دغه تړون عملي کېدل د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري. د راپورونو له مخې د چابهار بندرد تاسیساتو پر جوړیدو به څه باندې پنځه اتیا میلیونه ډالر لګښت راشي.