د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر د کانونو وزارت له مشرتابه پلاوي سره په کتنه کې د کانونو د برخې د قراردادنو پر بیا کتنې ټینګار کړی دی. ولسمشر ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت جوړښت اوسنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی له همدې کبله باید په دغه وزارت کې سلګونه هغه کسان چې مسلکي زده کړې یې کړې او وزګار دي پر دندو وګومارل شي. اشرف غني دغه راز ویلي چې په هېواد کې د سیمنټو د تولید لپاره باید منظمه پالیسي جوړه شي.