د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن کابل ته راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63848
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-07

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري له یوه پلاوي سره نن په یو ورځیني سفر کابل ته راځي. زرداري به د دې سفر په لړ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وویني. له ده سره په دې سفر کې د پاکستان پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، شېرین مزاري او فیصل کریم کونډي ملګري دي. ویل کېږي چې زرداري د ولسمشرۍ په دوره کې هڅه وکړه چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې له نیابتي جګړې راوګرځوي خو په دې هڅه کې بریالی نه شو. ښاغلی زرداري او ورسره ملګری پلاوی به د کابل په یو ورځیني سفر کې د افغانستان پر اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او یو شمېر نورو مهمو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي.