امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو۱۴ جنګي چورلکې، ۵۹ روزونکې جټ الوتکې او ۳۷۴ زغره ګاډي پاکستان ته ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63849
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-07

پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو۱۴ جنګي چورلکې او ۵۹ روزونکې جټ الوتکې پاکستان ته سپارلي دي. امریکا پر دې سربېره ۳۷۴ زغره ګاډي هم پرون پاکستان ته سپارلي دي. پاکستاني رسنۍ وايي چې هند د امریکا له لوري پاکستان ته د خپلو وسلو او وسایلو له ورکولو سره مخالفت کړی ځکه چې دغه هیواد فکر کوي چې پاکستان دا وسایل د ترهګرو پر ضد نه بلکې د هند پر ضد کاروي. دغه راز په افغانستان کې له دې سره خلک سخت مخالفت کوي چې امریکا دې خپلې وسلې پاکستان ته ورکړي چې د طالبانو ملاتړ یې کړی او په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د امریکا او افغانستان پر ضد جګړه جاري ساتلې ده.