ليکوال:ظاهرپښتون
مورکۍ ! زه هغه ستا ناوسه او ناتوانه بچی يم زړې جامې مې په تن نور څه مې په وس کې نسته خو ستا او خپل پر غم به
لږ څه درته وژاړم .
اې زما ګرانې او خوږې مورکۍ !
تا ته چي وګورم د خپلو بچو ، زما د وروڼو د لاسه د تربرو په منځ کې بيوسه او سرتوره ولاړه ستا د دې حالت په ليدو وژاړم خو څوک مې د فرياد نسته .
نو لوي رب ته په ژړا سم چې يا لويه ربه ! دا په موږ څه وسوه او څه راکيږي ؟
نو مورکۍ ! دا د چا د لاسه ؟
لوي رب خو وايې چې خپل هر بنده ته مې شعور ورکړی ، د ښې او بدي لاري لارښوونه مې ورته کړې خو دا ټوله بربادي ستا د خپلو بچو د لاسه ، د هغو پيسه دوستو او عياشانو له طرفه چي خپل يو مټی کور يې د انقلاب او د جهاد تر عنوان لاندې د رقيبانو په خوله په کنډواله بدل کړ .د همدوی د غوبل د لاسه څوک مړه ، معيوب او کډوال سوه.
برباد څوک او ګټه چا وکړه ؟
دا هغه پوښتنې دي چې زما بيوسي او بې وزلې مورکۍ ته يې وينې ځواب يې ويل ګران دي .
ستا هر بچی اوس يو غل او قاتل جوړ سوی . پردۍ چاړه يې په لاس ، ماشين په غاړه خپل د ورور د وينو تږی د پردو د ګټو ساتنه کوي.چې نه يې خپل ځان کړو جوړ او نه ستا و عزت ته ګوري .
ستا مخکينې بچيان خو مورکۍ داسي نه وه . د هغو که په يوه لاس کې توره وه خو په بل لاس کې يې قلم هم ساته .
هغوی خو د نړۍ فاتح ، ډهلی يې نيوی ، پاني پت يې ساته او ګورګين ځينې په تښته تهران يې خواړه .
که دي په هغو بچو کې يو شاه شجاع مختورن خو په مقابل کې دې بيا بل بچی اتل غازي هم درلود .اوس خو چې پر هر نوم او په هر ادرس شاه شجاع څه کړې تر شاه شجاع بدتر د خپل کور د خرابۍ ټيکه څه په نغده او څه په پور اخلي .
د همدغو شرميدلو د لاسه چې ځانونو ته د افغان وارثان وايې د دوي په وسيله د دې پردۍ جګړو د لاسه ستا د خوږې غيږي څخه د يو ورک افغان بچی يم .
نه مې ستا غيږ ليدلې خو خپل مظلوميت ته چې ګورم نو پوه سم چې زه بې کوره او د خپلې خوږې مورکۍ څخه بې برخي يم .
زموږ د پنډغالي په شاه و خوا کليو کې زما رنګه نور ماشومان هم سته رنګ ، خوی بوی او ژبه يې هم زما رنګه ده او موږ ټول په يوه ژبه ږغيږو . خو دوی په يو او زه په بل نوم ياديږم . او په دې نه يم خبر چې دا ولي پر موږ دوه نومه ياد دې ؟
کله کله د ځانه سره دا ووايم چې دا خو به زما وروڼه نه وي ، دا خو به د کوم ظالم د لوبې ښکار سوي نه وي ؟
په ډير ژړغوني اواز تر خپله کوره راسم .
نن مي ستا د لورکۍ او د خپلې مور څخه پوښتنه وکړه چې مورې !
زموږ ولې داسې ستړی ژوند چي نه د څښلو اوبه ، نه د پټي ځمکه نه لرو او په دې نړيدليو چارديواليو کې د ژوند شپې سبا کوو او تر ننه دې دا حقيقت هم راته ونه ويل چې زما پلار چيرته دی ستا دې قسم وي زما په سر مورې !
زما پلار چيري او چيرته تللی ؟
خو د مور مې يوه چيغه تر خوله ووتل چې زويه !
نن به يو څه رښتيا درته ووايم د کوم وخته چې موږ د سړې جګړې له امله هغه وخت ستا پلار ژوندی وو د خپل وطن سه را کډوال سو د همغې بدبختي ورځي څخه بيا دا ستا په شان په لکونو افغان ماشومانو او زما رنګه په زرګونو ځوانو ميندو د خير او خوشحالی ورځ ونه ليدل . ته اوس يتيم يې ستا پلار شهيد سوي او زه اوس يوه کونډه يم او ته دلته کډوال يا مهاجر ياديږې . ته خيرات خور ، ګدايې ګر او يو بې وسه او بې وطنه ماشوم يې . هغه ستا پلار چې د کوم چا په امر تر يو سپيڅلې شعار لاندي جګړه کوله هغه اوس د کروړونو ډالرو او بنګلو خاوند دی . ستا پلار شهيد خو ستا د پلار د شهادت په نامه پيسې هم اخلي او هم د شهيدانو ټيکه دار او هم سالار دی . تا و خپل کلې او کور ته څوک نه غواړي چي د کومې لوبې لپاره بيا تا ساتي بس کړه نور زويه د خداي لپاره پر زخمي زړه باندي مي مالګي مه دوړوه ته د يو غريب بچی يې خپله روزانه کوه . تعليم در څه پاته د خپلې هغه ناروغي خور لپاره دي د دوا بندوبست وکړه.
دلته که په هر نوم وهل او ټکول کيږې د هغو پيسه دوستو او عياشانو يي بلا درباندي چي پرون يې ستا پلار د ازادی په نوم د خپل ورور وژلو ته ليږی نن د انقلاب او د هغ سپيڅلي شعار خاوندان پر ېوه ستر خوان ډوډۍ خوري او د ملت سرمايه لوټي نو ته کډوال يې ته کډوال يې ته مهاجر يې ستا په ګران هيواد کې د اوسيدو ځاي نسته نه تا څوک غواړي ستا پر سر صرف معامله کړي