په کندهار کې دريو پوليسو او شلو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښتل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63860
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-08

په کندهار کې امنتي چارواکو شلو وسله والو جنګياليو ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعا وکړل . د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې تيره شپه د ځانمرګو بريدګرو په ګډون يوي لويي ډلې وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ د نرغل په سيمه کې د ملي پوليسو پر يوه امنتي پوسته باندي وسله وال بريد وکړ ، چې د پوليسو تر مقاومت وروسته جګړه ونښتل او د جګړې پر مهال د وو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ديارلس وسله وال ووژل سول او اووه تنه نور ټپيان سول . د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په دې نښته کې د دريو پوليسو د ټپي کولو څخه هم خبر ورکوي . وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .