د بریتانیا په ټاکنو کې محافظه کار ګوند وکړای شول، د ګټلو لپاره تر ټاکل شویو ۳۲۶ ځوکیو هم ډېرې خپلې کړي. له محافظه کار ګوند وروسته د کارګر ګوند ۲۳۲ څوکۍ، د سکاټلند ملي ګوند ۵۶ او لېبرال ډیموکرات ۸ څوکۍ ګټلې دي. په ټاکنو کې د محافظه کار ګونډ په ګټلو سره به ډېوېډ کمرون او مخکینۍ کابینه به یې بېرته خپلو موقفونو ته ستنېږي.