ولسمشرغني: په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د حکومت تمرکز د هېواد پر کورنیو چارو وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63864
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-08

ولسمشر اشرف غني وايي په هېواد کې د امنیت راوستلو لپاره ژمن دی. نوموړي پرون د عزیز الله واصفي په فاتحه کې د وینا پر مهال وویل چې افغان ځواکونه په زړورتیا له خپل هېواد او ملي نوامیسو څخه دفاع کوي. ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې جګړه دوی نه ده پیل کړې، بلکې ورباندې تپل شوې ده. اشرف غني ویلي چې حکومت یې پر سوله ټینګار کوي، ځکه د دوی په باور جګړه د حل لاره نه ده. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د حکومت تمرکز د هېواد پر کورنیو چارو وي.