د مشرانو جرګې رییس وايي، که د ده پر وړاندې تورونه تر یوې اونۍ ثابت نه شي، د قاچاقبرانو پر وړاندې به په غبرګون لاس پورې کړي.فضل هادي مسلمیار د ولسي جرګې د غړي حمیدزي لالي هغه تورونه چې ګنې له تروریستي شبکو سره همکاري کوي، په کلکه ردل کړل او ویې ویل حاضر دی چې د دې تورونو د سپیناوي لپاره محاکمې ته حاضر شي. د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د جرګې غړي حمیدزي لالي د مسلمیار پر ورور تور پورې کړ چې په...