معمولاهرسهاروختي بیله دې چې دپلارجان،مورجانې،وړنو، خور،اوګلالیوبچیانوسره چای وکم، اویوګړی هم ددوی دمینه ناکې سیورې لاندي خوږې شیبې ولرم ،خوخبریالۍ اوخپل ولس ته په خاصه مینه اودرناوې داهرڅه رانه اخیستې، په خړه له کوره وځم اودخپل درديدلوهلمندوالودحاله ځان اول دتلیفون له لاري خبروم ،کوښښ کوم چې هرسهاردبیلابیلوولسوالیودچارواکوڅخه په ولسوالۍ کې دتیري شپي دحال اواحوال پوښتنه وکم، وروسته راځم خپل زاړه دفترته دخپل ورځني پلان سره سم په هغه راپورپسي ځم چې تیره شپه مي کارورباندي کړی دی اویاهم سهاروختي پري خبرسوی یم .
سهارسولمرخپلې تازه وړانګې دمځکې پرکره غوړه ولې وې .دمځکي پرسردالله ج شته ټولومخلوقاتواونباتاتوخپلې غیږي دلمرخواته خلاصي کړې وې ترڅوتریوه بله سهاره خپلې اړیتاوي پرې پوره کړي ،ماهم خپل کمپیوټر،کیمره په بسم الله باندي راپورته کړه، دمورجانې،اموپلارجان څخه مې دخدای پامانۍ وروسته دموټرخواته راغلم ،په بسم الله مي موټرچالانداودکارپه لورروان سوم ،زه هرسهارکارته دتلوپرمهال پرلاره شاه اوخوا ګورم ،چې تیره شپه څنګه تیره سوې ،خلک خپل روزمره کارونه څنګه پرمخ وړي ،څه سردې پرله ګرځوم دفترته په رسیدوددنوروملګروخبریالانوسره ترستړي مسي وروسته پوښتنه کوم چې څه مواوریدلې ؟
هریوخپل اوریدل سوې معلومات دیوبل سره شریک کړو،وروسته بیایوتصمیم ونیسوچې نن به داکاروکړودیته بایدلومړې توب ورکړو،هلمند دی ستونزي په هره برخه کې دي ، دناامنیوڅخه یې راونیسه ، تراداري فساده ، دمځکوترپراخ غصبه،دمافیایې کړیو،اودګاونډي هیوادونودلاس وهنو، دپردیولاس پوڅوپه مرسته هلمند اوهلمندوالوته بیلابیلي طوطیې جوړیدل،اوداسي نوري ستونزي .
زه هم دخپلې یوه موضوع چې اړینه وي ،بایدلومړي توب ورکړم ،هغه ټاکم پرهغې دراپورلیکلوپسي وځم ترڅوخپلي رسنۍ په مټ هغه ستونزي ته یوه دحل لاره ولټوم ،ولاړم دراپورپرخاموموادومي کارشروع کړ راپورپه دې ورستیوکې دشمالي هلمند ترڅنګ په نوروسیموکې دناامنیودډیریدو اود ولس سره یې دپراخواندیښنوپیداکیدل وه .
دسهارداتوبجوڅخه بیاتریوې نیمي بجې ایله بیله زه یوازي په دې وتوانیدم چې داړونده موضوع په اړه دخلکواندیښنې ،اودولایتي شواردغړونظرواخلم ،خوولایتي چارواکوهیڅ ونه ویل چې یادغه ستونزه سته اویاهم نسته ، کله چې کیمره ورته برابرکم څه وایې ، چارواکې ....... شکرالحمدالله په هلمندکې ورځ تربلې امنیتي حالت دډاډ وړدی ،زمونږامنیتي اودفاعي سربازان داتوانې لري چې ددوښمن هرډول پلانونه شنډاوله ماتي سره مخ کړي اوداسي نور......
نه یوازي چې زه په هلمندکې دروانوحالاتونه خبریم بلکې هرهلمندوال په دې پوهیږي چې دلته حالت څنګه اوپه کوم لور روان دي ،په هرحال مرکه چې خلاصه سي بیانوڅه درته وایې .
چارواکې ........... ولاڅنګه ووکوتاسي هم ترماښه په حالاتوخبریاست چې ستونزي لرومشکلات لرو،که اوس حقیقت ووایم ،نه یوازي چې دلته شته مشران خفه کیږي بلکې په مرکزکې هم مشران خوابده وي .
دلته مي لاسونه دواړه ټک وهل اودامي وویل چې زما اودهلمندي ولس وینه دومري ارزانه سوه ،زمادهلمندۍ مور،پلار،خور،ورور،هیڅ ارزښت نلري ستاترچوکې زړه مي راته تنګ سي ،خوهغه څنګه وایې چې ( تشه لاسه ته مي دوښمن یې . )
هیڅ نسم کولای بس په ډيري ناامیدۍ ،اوپریشانۍ سره راولاړسم اودامځکه مي ټوله پرسروګرځي چې یا الله داوس څنګه وخت اوچاروکې دې راکړه، چې زمامرګ ورته مهیم نه دی خوخپله هغه دحمام لنګ چوکۍ ورته ډیره مهیمه ده ، دلته مي اول دا دوعاوکړه ، سرمي سرتورکړلاس مي دخپل رب دربارته پورته کړوه مي ویل . یالله ج ته نوردې خوار ،زوریدلې ،اوکړیدلي ولس ته نجات ورکړه اونوریې ددغه ډول ظلمونوڅخه راته وژغوره ،خوکله چې څوک مایوسه سي بیانوداسي دوعاوي کوي .
خوداسمه خبره ده چې دوعاکول ضرورده خوهمت دلاسه ورکول ،اودستونزوپروړاندي مبارزه نه کول هم لوی مسولیت دی، اودخپل ولس سره ترخپله وسه مرسته نه کول بیالوی خیانت دی .
په هرصورت دداسي مایوسیو،اوننګونوسربیره راپورته کښینم ،قسم درته په هغه زات اخلمه چې موږتاسي اودانړۍ پیداکړې ده چې ډیری وختونه دراپورلیکلوپرمهال مي دخپل ولس دستونزو،اومشکلاتو،ددوی دپرې اندامونو،ټوټه ټوټه بدنونو،او ورسره دروان ظلم په اړه ترسترګوغبرګې غبرګې اوښکې څاڅي، اوپه راپورلکلوبوخت یم ،څنګه وکم زما ولس دی په هره خوشحالۍ ،اوغم کې وسره ګډیم ،هرغم یې زما اوهره خوشحالې یه زماده نوبه ولي ددوی سره زه هم نه یمه غمجن.
راپورداوښکوپه تویه ولوسره جوړکم ثبت یې کم اودمسولیت سره سم یې دانټرنیټ په مرسته يې خپلي ادارې ته ولیږم ،دلته به دیادوستړیاو،خواریو اوغمجنوحالاتوسره څنګه وکولای سم چې دغرمې ډوډۍ وه خورم بس یوازي یه عدت وکم ،لري نه ځم دخپلې غرمنې په اړه هم درته وایمه چې څه خورم او یا دملګروسره څه خورو، تاسي به باورنه کوۍ په خدای قسم داسي وختونه ډیرراغلې دي چې یاخویه ونه خورو،اویاهم په یوه کاسه کې شلومبې واچوو،یاهم دلسو افغانیومستې راوه غواړو،بیایې دډوډې سره وخورو،خوداسي هم نه ده چې ټول عمرهمداسي ده کله ناکله نورڅه هم وخورو،لکه بیانډۍ ،بانجڼ،اویاهم نورڅه باوروکې که په میاشتومیاشتوموغوښه په فترکې پخه کړې وي ،ولي خلک داسي فکرکوي چې خبریال سوې بس دپیسوپه بارکې سپور سوې نه هغه ډول نه ده په دې خبره ولایتي خبریالا اوپه خاص ډول زماپه څیرهغه خبریالان چې اقتصادي ستونزي ولري، دمثال په توګه ،کوریې په کرایه وې ، بل دګټي څوک ونلري ،دکور ټوله مشکلات یوازي یوې تنخواته په طمه وي بیانوکله ددې هرڅه برابرول اکمان لري .
خیرستونزي دي مشکلات دي اوغرمنۍ ده تیره سوه .
راپورنشرسي دستونزي حل لاره هم ورته په ګوته سوې وي خوبیاهم په ولایتي کچه اونه هم په مرکزکې دیادي ستونزي حل نسته بس هغه دچاه خبره چې وایې .
نه سترګې لري اونه هم غوږونه .
کیسه اوس جالبه کیږي .
ترراپورلیکلو وروسته یوځل دفیس بوک نړۍ ته هم سرورښکاره کم چې څه روان دي هلته هم دخوشحالۍ خبرنسته داغه مرګونه دي ، حلالول دي، کورونه نړول دي ،ولس زورول دي ،په یوه اوبل نامه دولس څخه څرمن ایستل دي ،دولس په مرګ ژوبله او وینه تویولوکرډیټ اویاهم ګټه اخیستل دي اوداسي نور......
دلته مي هم زړه مات سي سررا باندي وګرځي زړه مي بد بد کیږي کله ناکله خوداسي ټنګ عزم وکم چې راسه نور دخبریالۍ څخه لاس په سرسه په دغه ډول حالاتو اوستونزو خوبه نه خبریږې، بیاچه فکروکم چې وطن په یوه کس نه جوړیږي خدای چې انسان پیداکړی دبل انسان سره دمرستي اوکومک رسولوپه خاطردی ،اودهغه کسانوچې خپل ولس وژنې ،هغوته په بیلابیلورقمونو دامونه ایږدي ،چلونه ورته کوي ،ددوی په وژنه ځانته نوم ګټي ،بیامي زړه راته دیوه پوره هلمندغوندي سي چې دخپل ولس په غم ،درد ،اوکړاونوکې ورسره ګیرم ،بیاخپل مسلک ،خپله خبریالې ،دولسمشر،دوزیرانو،دوالیانو،اولوړپوړوچارواکوپردندوهم نه ورکوم اوهم راته ارزښت ناکه وې هغه ځکه چې سپیڅلتیا،رښتنولې ،خدمت کول دظالم څخه مظلوم دحق دفاع ،اوداسي نورمثالونه یوازي خبریال اوخبریالې کولای سي .
برته دیوه زمري غوندي پرخپله دنده اوکړنو وویاړم اولاهم دخپل ربه څخه دبریالیتوبونوترڅنګ ټنګه ژمنه هم وکم چې ترژونده به مي دولس ،هیواد اوهلمند دستونزودلري کولوپه برخه کې ترخپله وسه اوتوانه ژمنه وي .
لري نه ځم غرمه تیره سي ماپښین سي مازدګرسي وخت دساتیریوسي چې حتمي خبره ده چې یوڅه به دماغ ته هم ارامتیاورکوي ټوله ورځ په یوډول فشارونو،اوغمونوسره تیره سوې وي ، خوبدبختانه چې هرځای ولاړسي بیاهم دغم کیسې ،اوخبري وي .
اوس هغه خبرې ته راځم چې زمادستړیاو، اوپه ولس کې دروانوغمونوسربیره څومري ناخبري ده څومري بي پروایې ده ،څومري نارواظلمونه اوکارونه روان دي ،اوس داکیسه درته کوم .
یومازدګرچې ډیرخسته اوستړی هم وم دیوڅودوستانوسره ناست وم شینې ترخې چای پرتې وې ،مخامخ په پارکې ځوانانوخپلې مستۍ کولې ولیبال بازي شروع و.مایه هم دلرې دیوڅودوستانوسره ننداره کوله ،چې ګورم مخامخ دلري دوه کسان راښکاره سوه، یوه یې سپین کالي اغوستي ،جاله یې رخچینه یې پرسر تکه سپینه کونډۍ ږیره ،اوښه داسي مامره انسان و، اوهغه بل یې زرغون اریش اغوستی ،دتورپاج لنګوټه یې تړلې وه ،خوخیرزموپرخواسم داسي سیده راروان وه زماهم دهغه اول ځل څخه پکښي فکروو.
میده میده راتله خوبیل اخیره راورسیده زماسره ناستودوستانویوه یې پیژنده هغه باندي ږغ کړه چې ډګروال صیب الله خودي راوله ستا اودداسي کاره چې زموږخواته دي پام سو اور راغلې ،هغه هم په ښه مینه ناکه خندا ورته وویل بس دیغ سوم نوځکه دې خواته راغلم چې یوګړی سره مجلس وکو.
خیرلوغبړشروع سو،دکورنیوداحوال ترڅنګ په هلمندکې دروانوناامنیوحال احوال پوښتنې هم شروع دي ،زه خوله اوله دویته متوجې وم ، خیرمجلس دی روان دی لمرپرلویدوسوزمادملګري اوددغه ډګروال خورامخسرې هم وار په وار خوندورې کیدې اوموږناستونورکسانوهم ددوی دمخسرواوخبروڅخه خوند اخیسته ،خوددوی خبرې وروسته دندوته ولاړې اوپه دندوکې دښه کارکولواوناکامه کیدو درازونو دافشاکیدوته ورسیدې زه نورهم ښه متوجې سوم.
داصلي کیسي منځته اوس ورننوځم ،اوزمادپاره یې داځای ځکه ډیر نااومیدۍ دی چې په یویشتمه پیړۍ کې هم داسي کسان لرو.
دماښام دلمانځه وخت رانږدي سو ددوی خبرې هم هغه ډول پریوه اوبل په کارونکوکې دپاته راتلوګزارونه وه ډيري خبري وسوې خوماته چې ډيره مهیمه وه اودیادي لیکنې وخت یې په لاس راکړ، هغه داځای و، زماملګرې په خنداکې ورته وویل چې داده ډګروالۍ رتبه چاه درکړه اوس هم په نظامي برخه کې دکوم کنډک قوماندان یې ،ده ورته وویل زما ددندي نهه ویشت کاله کیږي چې نظامي دنده ترسره کوم .ته څنګه ماته وایې چې رتبه چاه درکړه ،ماته رتبه چاه نه ده راکړي ماپه خپل کارګټلي ده ،زماملګري وروته وویل زه یوسوال کوم که دې راته جواب راکۍ بس اوس خوته ډګروال یې خو زمالخوانورته جنرال یې . هغه هم داسي په لوړه اواز اوپه جرئت سره ورته وویل مهربانې وکه .سوال دي وکه .
زماملګرې ورته وویل سوال وکمه ؟ هغه ورته وویل بلې .
نوملګرې ورته وویل دافغانستان ولسمشرڅوک دی ؟
دلته چې دی پوښتنه کوي زه هم حیران سومه چې دابه نوڅنګه پوښتنه وکې بیامي نودځانه سره فکروکړچې کیداسي په نظامي برخه کې تري پوښتنه وکې ځکه نهه ویشت کاله کیږي چې په نظامي برخه کې کارکوي او اوس هم دکوم کنډک قوماندان دی .
ملګرودوستانو انديوالانو تاسي په خدای باور وکۍ که یاداسي وچې ځان یې ناخبره واچوه ،اویایه هم مخسرې کولې ،پرمایه مخ راواړه وۍ قسم یې راته وخیست چې زمایه نوم نه دی اونه مي هم زده کیږي زموږولسمشرڅوک دی؟
زه حیران سوم چې داڅه وایې سرراباندي وګرځید زماملګرې پرنوروهم ږغ وکړچې هیڅ څوک به څه نه وایې لس پنځلس دقیقي داسړی داسي چپ ناست وو سریې کښته وو.زه داسي حیران پاته یمه چې داڅه حال دی داوس خوب دی اوکه رشتیا دي کله ډګروال صاحب سرراپورته کړ بیایه هم وویل نوم یې رانه هیردی ولاکه یې پیژنم . دلته یې هرڅه پرمخسرو را واړول میده میده یې ځانه یې وهم خندل .
مادستي ورته وویل چې تراوسه یې کال نه دی پوره چې هغه ولسمشرسو،انتخابات دوه ځله ترسره سوه بیلاخیره په دوهم ځل موږولسمشرپیداکړ.اوته راته وایې چې ماته یې نوم راوښه یه ته څنګه یونظامي ماموریې ، ده راته داسي یوډول په غوصه وویل که یې نوم راښه یاست خوښه خبره ده کنه قسم په خدای که یې نوم مازده دی، ددې خبرې په اوریدویه زما دبندن ویښتان ټول داسي شخ ودریدل اودډیري مایوسي دلاسه مي خوله ژبه هم بنده سوه ،پرسترګومي توره تیاره راغله ،داسي حیران حیران ورته ګورم ،ترخوله مي هیڅ نه ورته راوځي ، څو واره یې راباندي ږغ کړه چې ته ولي څه نه وایې ځوانه ، وروسته مي ورته وویل چې ته نه یې ملامت ملامت موږیو،داچې هره ورځ وژل کیږو،داچې هره ورځ مرو،میندي موبوري وي ،خوندي موکونډي وي ،نازک اونازنین بچیانومو بې موره اوبې پلاره وي ،هدیري مو په ځوانانوډکې سوې ،ناخوالي ورځ تربلې ډیریږي ، دولس ژوغورنې پرځای جیب ډکول ،مځکه غصب کول ،نمرې اومارکیټونه جوړول ،دخپلواولادودپاره په خارج کې دتعلم ترڅنګ دښه ژوند زمینه برابره ول ، دا اودیته ورته نورمسایل دداسي کسانودلاسه وي لکه ته چې نهه ویشت کاله دي په نظامي برخه کې تیره کړه اوس هم برحاله یې خوته خپل ولسمشرهم نه پیژنې ، ته څنګه یوډګروال یې ،ته څنګه یودافغانستان وګړی یې چې خپل ولسمشرهم نه پیژنې .
نومي هلته دځانه سره داوویل چې په نظام کې دداسي کسانو ننوتل خود دبدبختیو،لویه سرچینه ده .
څوک چې په رتبه ډګروال وې ،چاچې نهه ویشت کاله په نظامي برخه کې کارکړی وې ،خوبیادي هم خپل ولسمشرنه پیژنې . داراته ډیره دافسوس خبره وه ، نومي هلته وویل چې
زماخبریالې . اوددوي ناخبرې .
خودبه ولس دمرګ کندي ته ځې .
اوس نوقضاوت تاسي وکې چې ملامت څوک دی . اودچا دلاسه موږ اوس هم هره ورځ دمرګ درانه غمونه ګالو،دایوه حقیقي کیسه وه چې ستاسي سره مي شریکه کړه ، دیوه اباد سرلوړي اوپرمختللي افغانستان په هیله ،
په اخیرکې یوه غوښتنه .
دافغانستان دوسلوال پوځ دعلی سرقوماندان اودافغانستان دولسمشرمحمداشرف غني څخه مي غوښتنه داده که په ملکې اونظامي برخه کې افغان شموله ،اشخاص ،پروطن مین خلک ،خاورې ته وفاداره کسان، په دندو ونه ګمارل سي خاورې به داوطن جوړسي ، خود به دداسي کسانوپه شتون کې دپردیوهیوادنودڅارګرواداروښکارګرځو،اوده هغیوپه اشاره به خپله خاوره ورانه و،خپل خلک به وژنو،اوداسي نور...
ملت ژغورنه ،هیواد ژغورنه ، په اصیلوافغاني بچیانوکیداسي نه په ناخبره ،نالوستو،اودپردیوپه لاس پوڅو،خوښه ستاسي ده ولسمشره .کومه لاره ټاکې ، په ملکې اونظامي برخوکې دوړ مسلکې کسانوټاکل ، اوکه همداسي دي خودسرې ،اوزور واکې پرملک حاکمه وې .
دانه یوازي په هلمند بلکې په ټول افغانستان کې دیته ورته کسان او اشخاص حتمي سته .
ولسمشره . دزړه درد مي دزړه له تله درته وړاندي کړ، نورته اوستاسي اجرات .
نوټ: کچیري کوم ووایې چې ولي داډګروال نوم اودهغه دنده چې په کوم ارګان کې ده نه دی مشخص کړل سوې ،کچیري داکاروکم ډیرژربه زماجنازه ستاسي پراوږو دقبرستان خواته روانه سي ،تاسي خوپوهیږی چې دلته اوس هم قانون نه زور حاکم دی ، یعني ښاري ناپرسان دي
په درنښت : په هلمندکې دشمشاد راډیوتلویزوین خبریال سردارمحمد سروري