وسله والو طالبانو د بادغیس د جوند ولسوالي نیولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63873
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-09

راپورونه وايي چې طالبانو له پرون راهیسې پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي وو او د شپې دوې بجې یې دا ولسوالي سقوط کړې ده. رسنیو د ځینو سرچینو له قوله ویلي د جوند ولسوال او امنیه قوماندان هم طالبانو نیولي دي. جوند د بادغیس د بادغیس یوه له لویو او ګڼ نفوسو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.